Home / کورني خبرونه (page 4)

کورني خبرونه

لښکرګاه کې چاودنو ۳ تنه وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي

 د هلمند ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د مرکز لښکرګاه په کرزي سټوډیوم کې نن د بزګر د ورځې په جشن کې د دوو ماينونو په چاودنو کې ٣ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي چې په وژل شويو کې د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت هم ...

Read More »

د کرهڼي رئیس: هلمند کې شنو خونو ښه نتیجه ورکړې ده.

د هلمند د کرهڼي او مالدارۍ ریئس انجینر زلمی الکو وایي: چي پدې ولایت کي شنو خونو ښه نتیجه ورکړې ده، چي دا مهال شني خوني د هلمند په مرکزي ولسوالیو کي ترویج سوي دي. په ورته وخت کي د ګرشک ولسوالۍ یو شمیر مخور هم د شنو خونو حاصلات ...

Read More »

امنیتي چارواکي: هوایي حمله کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مشر وژل سوی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي: سنګین ولسوالۍ کي د قعله ګز سیمي ته څیرمه هوایي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر یوه زندان برید کړی، چي په ترڅ کي یې هلمند کي د وسله والو طالبانو د استخباراتو مشر ملا شیر اغا وژل سوی دی. سنګین ولسوالۍ کي ...

Read More »

لښکرګاه کې د یو ښوونځي د جوړولو چارې پیل شوې 

د لښکرګاه ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند (B21) سيمه کې د يوې نوې ښوونځی جوړولو چارې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان له لوري د بنسټ ډبرې په ايښودلو سره پېل شوې. د ښار جوړولو او ځمکو ریئس انجنیر عصمت الله صمدي د خبرو پرمهال وویل: ددې ودانۍ ...

Read More »

زلمی خلیلزاد: د افغان سولې پروسه له کړاوونو ډکه ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليل‌زاد وايي، د افغانستان د سولې پروسه له پېچلتياوو ډکه ده. ښاغلي خليل‌زاد تېره شپه په ټویټر کې ليکلي چې پرون‌يې د واشنګټن لپاره د افغانستان له سفيرې رويا رحماني سره د نورو موضوعاتو تر څنګ ...

Read More »

راشد خان افغانستان کې د یونیسف ملي سفیر وټاکل شو

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیوالې ادارې یونیسف افغان کرکټ ستوری راشد خان د افغانستان لپاره د ښه نيت ملي سفير ټاکلی دی. یونیسف ادارې د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۲۹مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې د کرکټ دغه مخکښ لوبغاړی به په افغانستان ...

Read More »

 د ناوې ولسوال : د ناوې امنیتي وضعیت ښه سوی

د ناوې ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي، د ناوې ولسوالۍ په امنیتي وضعیت کې د پخوا په پرتله د پام وړ تغیر راغلی؛ د خلکو ژوند ژواک یې د ښاري خلکو پڅېر باامنه دی او د ناوې هستوګن په ډاډه زړه خپلې عادي ورځنۍ چارې پرمخ وړي. د ناوې ولسوال ښاغلي ...

Read More »

افغانستان کرکټ بورد: په نوروز کې به د سولې په ویاړ لس اوریزه سیالۍ وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند ښاغلی فرید هوتک وايي، چې د نوي کال په لومړۍ ورځ به افغان ملي لوبغاړي په کابل کې د سولې په ویاړ یوه لس اوریزه لوبه وکړي. د ښاغلي هوتک په وینا افغان لوبغاړي به په دوو لوبډلو کې ولوبېږي، چې ګلبدین نایب به د ...

Read More »

هلمند والي د خبريالانو د ملي ورځې په پار ددې ولايت خبريالان او رسنوال وستايل

 هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په ولايت مقام کې د يوې غونډې پر مهال د خبريالانو ملی ورځې په وياړ ددې ولايت د خبريالانو فعالیتونه او قربانۍ بې سارې وبللې او له همدې کبله يې وستايل. ددې غونډې د پېل پر مهال د اطلاعات او کلتور رئيس حميدالله وياړ ...

Read More »

ځواک: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل سوي

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: تیره ورځ ضربتي درېيم کنډک ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۴تنه وسله وال وژل سوي او د وسله والو طالبانو د یو تن ملامنصور قوماندان په ګډون ۲تنه يې ټپیان دي. د هلمند ...

Read More »