Home / کورني خبرونه (page 10)

کورني خبرونه

عبدالغني کاکا د سولې ارمان ګور ته وېوړ

د سولې ولسي حرکت غړی او د سولې ارمانجن عبدالغني کاکا د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ؛ نوموړي د سولې په ارمان د تېر کال په اګست کې له کابله تر بلخه لوڅې پښې څو سوه کیلومټره پلی مزل وکړ او د سالنګ په لوړو درو کې یې د سولې ...

Read More »

پولیسو وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور دوه شکمن کسان نېولي

د هلمند امنیتي چارواکي وایي: چي دوه کسان یې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي، یادو کسانو په ښار کي هدفي وژني کولي او دغه راز یې هڅه کول چي خلک د وسله والو طالبانو لیکو ته جذب کړي. د امنیه قوماندانۍ د تروریزم ضد ...

Read More »

هلمند کې سیلابونو نږدې درې زره کورنۍ زیانمنې کړې دي

د هلمند ولایتي شورا ریئس عطا الله افغان وایي: وروستیو اورښتونو پدې ولایت کي نژدې دري زره کورنۍ زیانمني کړي دي، چي تر دې مهاله اړیني مرستي نه دي ورکول سوي. ولایتي شورا ټینګار کوي، چي زیانمنو سوو کورنیو ته دي ژر تر ژره اړیني مرستي ورکول سي. زیانمن سوي ...

Read More »

افغان کرکټ لوبډله نن اېرلینډ سره دریمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د افغانستان پر وخت دولس بجې له اېرلینډ لوبډلې سره دریمه یو ورځنۍ لوبه پیلوي، چې د هندوستان هېواد د دهرادون ښار په راجیو ګاندي لوبغالي کې ترسره کیږي. د یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ګټلې او دویمه لوبه د باران ...

Read More »

د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د لوړې مراسم ترسره شول.

 له درېیو اوونیو بې‌برخلیکۍ وروسته بالاخره د انتخاباتي کمېسیونونو نویو کمېشنرانو د کارونو د پیل په هدف د لوړې مراسم ترسره کړل. د لوړې دغه مراسم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۳» په ارګ کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس په حضور کې ترسره شول. ولسمشر محمد ...

Read More »

د نظام ارزښت/ شکور کامران

نظام د نظم، ترتيب، پوځ او حکومت په مانا دی؛ نظام د انساني ژوند لپاره تر ټولو اساسي او حياتي پديده ده. د ډېرو نورو څيزونو په شان د نظام ارزښت هم د هغه په نشتون کې ډېر ښه څرګنديږي، افغانان، چې څو ځله يې بې نظامي يا د نظام ...

Read More »

ارګ: راتلونکو څو ورځو کې د سولې مشورتي لویې جرګې نېټه اعلانوي.

افغان حکومت وايي، د سولې مشورتي لویې جرګې د تشکیل د کمېسیون او د دارالانشاء تر جوړېدو وروسته به د دې جرګې د ترسره کېدو نهايي نېټه اعلان شي. د سولې مشورتي  لویې جرګې په هکله د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، “کله چې فرمان په راتلونکو ورځو کې لاسلیک ...

Read More »

په کندهار او هلمند کې سیلابونو ۲۸ کسان مړه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، په کندهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله لږترلږه ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۰ نور لادرکه دي. یاده اداره زیاتوي، په ځینو سیمو کې خلک مرستو ته سخته اړتیا لري او یو شمېر خلک په سېلونو ...

Read More »

دفاع وزارت: په تېره اوونۍ کې ۳۵۰ طالبان وژل سوي.

د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، ملي ـ دفاعي او امنیتي ځواکونو د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د بریدونو پر مهال۳۵۰ وسله‌وال طالبان وژلي دي. له دغه وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، یاد بریدونه په هلمند، سرپل، تخار، غزني، پکتیا، ...

Read More »

د افغانستان، هند او جنوبي‌ افریقا د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو سیالۍ

هند د افغانستان او جنوبي‌ افریقا د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډلو د څلور اړخیزو سیالیو کوربه دی. دا لوبې د هند د کېرالا ایالت د ټرېوينډرم په ښارکې کیږي. د افغانستان اوله لوبه د سه شنبې په ورځ (مارچ۵) د هند د ۱۹ کلنو له ب لوبډلې سره او ...

Read More »