Home / خبرونه (page 4)

خبرونه

د ای پي اېل نننۍ ننداره؛ سنرایزر حیدراباد له کینګز ایلېون پنجاب سره مسابقه کوي.

د هند غوره لیګ د مینوالو له علاقې سره سم پرجوشه او زړه راښکونکی دوام لري؛ هره ورځ پکې یوه نه یوه نوې کانه کېږي او همدا دلیل دی، چې سږ یې جذابیت له تېرو کالونو زیات دی. مخکې مو د نوو کانو خبره وکړه، د هغې د تثبیت لپاره ...

Read More »

یوناما: د جګړو پر مهال باید د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وشي

هلمند کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: چي په سیمو کي د جګړې پر مهال د جنګ دواړي غاړي باید د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه زیاته کړي. پدې خبري ناسته کي د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون ...

Read More »

کابل ته د هلمند والي سفر، لیدنې او لاسته راوړنې

د هلمند والي وايي، کابل ته په وروستي سفر کې یې زیاتې لاسته راوړنې درلودې او د جمهور رئیس په ګډون ټولو مرکزي مسولینو ورسره دې ولایت ته د پاملرنې زیاتېد ډاډ ورکړی.  د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان تېره اونۍ کابل ته تللی و او هلته یې له ...

Read More »

هلمندوالو د سولې لپاره د افغان حکومت له روانو هڅو ملاتړ وکړ.

 ګڼ شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو د افغان حکومت د سولي له روانو هڅو ملاتړ وکړ. هلمند کي د یوې پراخي ولسي غونډي پر مهال ددې ولایت یو شمیر قومي مشرانو او مدني فعالینو د افغان حکومت د سولي له وروستي دریځ څخه ملاتړ وکړ او زیاته کړه چي ...

Read More »

نظر محمد رودي د جنوبي حوزې په سویه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر وټاکل سو.

د هلمند د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز اوسنی مشر نظر محمد رودي په کندهار ولایت کي د مدني ټولنو د ټاکنو په پایله کي د جنوبي ولایتونو په کچه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر وټاکل سو. د نوموړي د معرفت لپاره د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز ...

Read More »

هلمند کې پر تورو ښیښو لرونکو موټرو او بې جوازه وسلو بندیز ولګېد.

دغه پرېکړه نن شنبه د هلمند ولایت مقام له طرفه په رابلل شوې نظامي شورا ناسته کې وشوه. په دې ناسته کې دغه راز په ودونو او خوښیو کې پر هوايي ډزو هم بندیز  ولګېد. د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په مشرۍ د نظامي شورا په دې ناسته ...

Read More »

ولایتي اداره: په وروستیو هوايي حملو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: د افغان ځواکونو په وروستیو شپنیو عملیاتو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوایي بریدونو کي وسله والو طالبانو ته درنه مرګژوبله اووښتې ده . د ځواک په خبره، د هلمند په مارجې، نادعلي، ناوې، سنګین ولسوالیو او د ۶۱۱ نمبر شهرا ...

Read More »

هلمند ولایتي شورا د سولې مشورتي لویې جرګې په تړاو غونډه وکړه

په یاده غونډه کي د ولایتي ادارې استازو، یو شمیر ريئسانو، ولسوالانو او مدني فعالانو ګډون درلود. پدې مشورتي غونډه کي پر دې خبري ترسره سوې، چي د مشورتي لویي جرګي لپاره د هلمند په کچه له ټولو سیمو د سهمې پر اساس وړ کسان وټاکل سي. د هلمند د ...

Read More »

د هلمند قومي مشرانو ته یو ورځنی ورکشاپ دایر شو

د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ۴۰ قومي شوراګانو ته د بشري حقوقو، پولیو واکسین او د سولي مشورتي لویي جرګي په تړاو یو ورځنی ورکشاپ ورکړ. د هلمند د سرحدونو او قبایلو چارو ریئس احمد نوید نظري د قومي مشرانو لپاره دغه ډول ناستې او ورکشاپونه اغیزمن بولي او ...

Read More »

د افغان ولسمشر سلاکار د سباوون رسنیز ګروپ له کاري چارو لیدنه وکړه

د افغان ولسمشر سلاکار وزیر محمد داود ګلزاد او په قومي چارو کي د ولایت مرستیال بسم الله روحاني  او ورسره راغلي پلاوي د سباون رسنیز ګروپ له چارو له نژدې لیدنه وکړه، دغه ګډ پلاوي په هلمند کی د رسنیو په ډګر کي د سباوون رسنیز ګروپ له چارو ...

Read More »