Home / خبرونه (page 3)

خبرونه

هلمند امنیه قومندان: د افغان ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند امنیه قومندان سمونمل احسام الدین هلمندي د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل: د افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کي ددې ولایت په بیلابیلو سیمو کي وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اووښتې ده. د هلمند امنیه قومندان سمونمل احسام الدین هلمندی وایي: چي د افغان ...

Read More »

د شهیدانو وارثین او معلولین: پیسې په ټاکلي وخت نه راکول کېږي.

یو شمیر معلولینو او د شهیدانو وارثینو شکایت کړی، چي پیسي یې پر وخت نه ورکول کیږي، دوی اړوند مسئولین پر درغلیو او فساد تورن کړه. بل لور ته د ولایت مالي او اداري مرستیال مجاهد الله صفاري وایي: پدې تړاو به هڅه وکړي، چي موضوع ژر تر ژره له ...

Read More »

د هلمند پوهنتون له انجینرۍ پوهنځي څخه لسګونه زده کړیالان فارغ شول.

هلمند دولتي پوهنتون د محصلینو د فراغت په لړ کي دا ځل ۸۸ د انجینرۍ پوهنځۍ محصلین له څلورو کلونو زده کړو وروسته فارغ کړه او ټولني ته یې د خدمت په موخه وړاندي کړه. د هلمند پوهنتون علمي مرستیال محمد نعیم دوست وایي: له فارغه شوو محصلینو یې هیله ...

Read More »

صرافان: ولایتي اداره او امنیتي چارواکي دشې زموږ امنیت تامین کړي.

صرافان وایي: یاد کس د وسله والو په ډزو کي سخت ژوبل سوی، دا مهال تر درملني لاندی دی، خو وسله والو کسانو له نوموړي نژدې پنځوس لکه پاکستانۍ کالدارۍ وړي دي. د لښکرګاه ښار صرافانو یو ځل بیا په لاریون لاس پوري کړ او دلته یې ټولي صرافۍ وتړلې. ...

Read More »

د سولې ولسي حرکت غړي هم د قطر په بین‌الافغاني ناسته کې برخه اخلي

د افغانستان د سولې ولسي حرکت غړي چې له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تللي او له خلکو سره‌يې کتلي اوس د قطر په غونډه کې ګډون کوي. د دې حرکت مسؤل اقبال خېبر وايي، د قطر په ناسته کې به دواړو غاړو ته د افغانستان ...

Read More »

د سولي مشورتي لویي جرګې لپاره د ولسي استازو ټاکنې ترسره شوې.

نن هلمند کي د سولې مشورتي لویي جرګې لپاره د اولسي استازو ټاکني تر سره سولي، په دې پروسه کي خلکو د لښکرګاه په استازيتوب نوماندانو ته رایې ورکړې. که څه هم پرون ورځ د ټاکنو لپاره ټاکل سوې وه، خو د ځینو ستونزو له امله خلګ تر اوږده انتظار ...

Read More »

هلمند کې د روغتېا نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست پدې ولایت کي د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل، پر همدې مهاله د روغتیا ریئس ډاکټر عبدالاحد حازم وویل: چي دا مهال د هلمند په ډېری لیري پروتو سیمو کي ولسي وګړو ته روغتیایي اسانتیاوي رامنځته شوي دي. ښاغلي حازم وویل: یوازي په بست ولایتی ...

Read More »

د هلمند له یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره ۲۲۵۰۰۰ افغانیو مرسته وشوه.

د هلمند ولایتي اداره وايي: د محمد حنیف په نوم د کجکي ولسوالۍ له یوه هستوګن سره، چې څه موده مخکې سختو اورښتونو ترې کور نړولی و او په دې پېښه کې یې د کورنۍ څلور غړي شهیدان او یو تن ټپي شوی و؛ نن دوشنبه یاد مبلغ نغدي مرسته ...

Read More »

د هلمند سنګین کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه سباوون ټلوېزیون ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سنګین ولسوالۍ په شکر شیله سیمه کې افغان ګډو ځواکونو، ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو عملیات پیل کړي، چې د افغان او غوڅ ماموریت هوايي ځواک په ملاتړ یې ...

Read More »

یوناما: په افغان سوله کې دې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي.

هلمند ولایت ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یماماتو ورغلی وو، نوموړي په لښکرګاه  کي په یوه غونډه کي برخه واخیسته، پدې غونډه کي یې ټینګار وکړ، چي ښځو ته دي د سولي په پروسه کي د ګډون حق ورکول شي. له ښاغلي یماماتو سره پدې ...

Read More »