Home / Author Archives: admin (page 2)

Author Archives: admin

هوایي حمله کې د مارجې لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال ولسوال وژل شوی.

  د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي: د د وسله والو طالبانو د مارجې ولسوالۍ د ټاکل سوي ولسوال مرستیال ملا جلیل په هوایي برید کي وژل سوی دی. پدې هوایي برید کي څلور تنه نور وسله وال هم وژل شوي دي. د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي ولایي: ...

Read More »

هلمند کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوي رئیس پر دنده پیل وکړ.

هلمند کي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي ریئس ګل احمد نعیمي پر دنده پیل وکړ، نوموړي ژمنه وکړه، چي د ګمارني په پروسه کي به بشپړ شفافیت رامنځته کړي. خو ولایتي اداره بیا تینګار کوي، چي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوی ریئس دي په ټولو چارو ...

Read More »

د وسلوالو طالبانو د دریو ولسوالیو نظامي مرکز دامهال د ځوانانو په مېله ځای بدل سوی دی.

د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر له همدې سیمي څخه شاوخوا شپږ میاشتي وړاندي د جګړې او وژنو راپورونه راتلل او کابو درې کاله د وسلوالو طالبانو په ولکه کي وه. خو دامهال چي یاده سیمه تر دولتي حاکمیت لاندي راغلې،  نه یواځي د هلمند د بیلابیلو ولسوالیو بلکي د ...

Read More »

هلمند کې څه باندې اوه نیم لکه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو.

  د هلمند ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه باندې اوه نيم لکه ماشومانو ته د واکسين کمپاين په مالي او اداري چارو کې د مرستيال او سرپرست والي مجاهدالله صفاري له لوري ماشوم ته د څاڅکو په ورکولو سره پېل شو. د عامې روغتيا رئيس ډاکتر عبدالاحد حازم ...

Read More »

د هلمند ناوې کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند له امنیې قومندانۍ څخه سباوون ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په ناوې ولسوالۍ کې د مخامخ جګړې له لارې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي. د خبرپاڼې په حواله، جګړه د ناوې ولسوالۍ د تریخ زابر په ...

Read More »

سږ ای پي اېل کې د حیدراباد بری او د راشد خان غوره لوبه

د هند غوره لیګ په اتمه لوبه کې سنرایزر حیدراباد لوبډله د راجستان رویلز پر وړاندې ولوبېده، چې پکې حیدراباد راجستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په سږ ای پي اېل کې لومړی بری په خپل نوم کړ. ددې لوبې ټاس راجستان وګاټه او خپله یې ...

Read More »

زلمی خلیلزاد یوځل بیا د سیمې اوو هېوادونو ته په سفر وتلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا د سیمې په سفر وتلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، زلمی خلیل‌زاد به د دې سفر په ترڅ کې افغانستان، بریتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته ولاړ شي. د نوموړي دا ...

Read More »

(له سېلاب ځپلو کورنیو سره د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې مرسته وکړئ)

تر همدې عنوان لاندي هلمند کي اتفاق مدني ټولني د مسؤلینو لخوا د پوهني څلور لاري سره د مرستي راټولولو لپاره درې ورځنی کمپاین پیل کړ. مدني فعالان وايې له خېمې درولو څخه یې هدف د سیلاب ځپلو لپاره د مرستو راټولول دي، چي ددې مرستو پر مټ به سیلاب ...

Read More »

د هند غوره لیګ؛ پنجاب له راجستانه لوبه وګټله

  د هند غوره لیګ بېګانۍ لوبه د کینګز ایلېون پنجاب او راجستان رویلز لوبډلو ترمنځ وشوه، چې پکې پنجاب لوبډله وتوانېده، د څوارلسو منډو په توپیر بری خپل کړي. په دې لوبه کې چې د هند په جیپور کې وشوه، لومړۍ توپوهنه کینګز ایلېون پنجاب لوبډلې وکړه او په ...

Read More »

ولایتي اداره: هوایي حمله کې د سنګین لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو د نوي مسؤل په ګډون ۶ تنه وژل شوي.

د هلمند ولایتي اداره وايي، چې په یوه هوايي حمله کې د سنګین ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو د نوي مسؤل په ګډون شپږ تنه وژل شوي. د هلمند ولایتي ادارې نن مازیګر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې نن شاوخوا دوه بجې د هلمند ...

Read More »