Home / خبرونه / طوفان هریرود لوبډله د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتله سوه.

طوفان هریرود لوبډله د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتله سوه.

په افغانستان کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتم دور پایلوبې ته طوفان هریرود او شاهین اسمايي لوبډلو لار موندلې وه، چې اتلولي پکې طوفان هریرود خپله کړه.

په دې سیالۍ کې د لوبې له پیل څخه تر پایه یوازې یو ګول ووهل سو او په همدې یوه ګول سره طوفان هریرود په سیالۍ بریا خپله کړه.

ګول د طوفان هریرود لخوا حاتم شېردل وواهه او لوبه یو صفر پای ته ورسېده.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د اتو زونونو د فوټبال لوبډلو برخه اخیستې وه.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: افغان امنیتي ځواکونو د نهرسراج ولسوالۍ د ...