Home / خبرونه / افغانستان د درې اړخیزه سیالو په لړ کې نن له بنګله دېش سره لوبه لري.

افغانستان د درې اړخیزه سیالو په لړ کې نن له بنګله دېش سره لوبه لري.

د بنګله دېش په کوربه توب د کرکټ د درې اړخیزه سیریز په لړ کې نن افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې د شل اوریزې لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن مازیګر پنځه بجې پیلیږي.

افغانستان په دې سیریز کې درې لوبې کړي، چې دوې یې ګټلي او یوه یې تېره شپه زمبامبوې لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر وبایلله.

بنګله دېش او افغانستان کرکټ لوبډلې ددې سیالیو پایلوبې ته وتلي او د سپټمبر ۲۴ مه به ددې دوو لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره سي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: افغان امنیتي ځواکونو د نهرسراج ولسوالۍ د ...