Home / خبرونه / مدني فعالانو د برېښنا شرکت دروازه وتړله.

مدني فعالانو د برېښنا شرکت دروازه وتړله.

هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مسئولینو یو شمیر قومي مشرانو پدې ولایت کي د بریښنا شرکت دروازه وتړل او ګواښ یې وکړ، تر څو چي پدې ولایت کي د بریښنا بیه ټیټه سوې نه وي، خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

د هلمند ولایت لسګونو ولسي وګړو، قومي مشرانو او مدني فعالینو د بریښنا د لوړو بیو په اړه شکایت وکړ او پدې ولایت کي یې د بربیښنا شرکت دروازه وتړل، نژدې دوه کاله کیږي، چي هلمند کي یوه ډله کسان پدې هڅه کي دي، چي د قانوني لارو په طی کولو سره د بریبښنا لوړه بیه ټیته کړي.

خو تر دې مهاله نه دي توانیدلي.

دوی د بریښنا شرکت مخته خیمه ودرل او ګواښ یې وکړ، چي د غوښتنو تر منلو به یې دغه خیمخ ولاړه وي.

اعتراض کوونکو مرکزي حکومت پر پوتیري چلند تورن کړ، چي په یو شمیر ولایتونو کي وارداتي بریښنا خلکو ته په ټیته بیه ورکول کیږي، خو هلمند کي ددې سیمي خپله بریښنا په خورا لوړ قیمت روباندي شمیرل سوې ده.

د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر نظر محمد رودي او یو شمیر قومي مشران وایي: هلمندیانو ډېر ذغم وکړ، چي دغه ستونزه به حل سي، خو تر دې مهاله نه ده حل سوې او خلک مجبوره سوه، چي پر وړاندي یې ډله ایز اقدام وکړي.

د بریښنا شرکت مامورینو ته اجازه ورنه کول سوه، چي خپلو دفترونو ته ولاړ سي.

د هلمند په یو شمیر شمالي ولسوالیو کي هم د کجکي له برښنا کار اخیستل کیږي، خو د لښکرګاه ښاریانو نیوکه دا ده، چي حکومت په هغه سیمو کي د بریښنا بیل نه سي ټوللای، دلته یې قساط د لښرګاه ښار تر غریبو اوسیدونکو وزي.

دوی زیاتوي تر هغه چي مرکزي حکومت د هلمند د بریښنا بیه ټیټه نه کړې، د بریښنا شرکت دروازه به تړلې وي او چاته به ورنه کړي، چي کار وکړي.

په ورته وخت کي د هلمند بریښنا شرکت ریئس انجینر نصر الله قانع وایي: له ټولو شکایت کوونکو سره همږغۍ دی، خو دا به هیڅ ډول ګټه ونه کړي، چي دلته بریښنا شرکت دروازې وتړل سي.

ښاغلي قانع پدې اړه وویل:

هلمند کي تر دې وړاندي هم یو شمیر کسانو شکایت کړی وو، چي ګواکي ددې ولایت خپله بریښنا په لوړه قیمت ورباندي پلورل کیږی، چي خلک یې د پیسو د ورکولو س او توان نه لري.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

د هلمند اوسېدونکو د بېرغ ملي ورځ په ولولو سره ونمانځله.

د هلمند اوسیدونکو د بیرغ له ملي ورځې څخه په خورا شانداره ډول لمانځنه وکړه، ...