Home / خبرونه / د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کي ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: افغان امنیتي ځواکونو د نهرسراج ولسوالۍ د پوپلزو ښاخ او ورڅیرمه ناامنه سیمو کي عملیات پیل کړې، چي تر دې مهاله نژدې دري کیلو متره سیمه افغان امنیتي ځواکونو نیولې ده او پدې عملیاتو ګڼ شمیر وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اووښتې ده.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وایي: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نهرسراج ولسوالۍ په یو شمیر ناامنه سیمو کي عمیات پیل کړې

هلمند امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، چي پدې عملیاتو کي ۱۱ تنه سوله وال طالبان له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې پر مهال وژل شوي او ۷ تنه یې ژوبل شوې دي، دغه راز په سیمه کي افغان امنیتي ځواکونو دري کیلو متره وړاندي تګ کړی.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د نهرسراج ولسوالۍ د نسوزو په سیمه کي له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې پر مهال ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی ګڼ پټنځي افغان امنیتي ځواکونو ویجاړ کړي دي.

د هلمند د والي ویاد عمر ځواک وایي: افغان امنیتي ځواکونو د نهرسراج ولسوالۍ په یو شمیر ناامنه سیمو کي عملیات پیل کړې، چي تر دې مهاله یې پراخي سیمي د وسله والو طالبانو له شتونه پاکي کړي دي.

د والي ویاند عمر ځواک زیاتوي دغه عملیات د نهرسراج ولسوالۍ په یو شمیر ناامنه سیمو کي د امنیت د رامنځته کولو او کندهارـ لښکرګاه لویي لاري د امنیت د تامین په موخه پلان شوي دي، چي لا هم په سیمه کي عملیات دوام لري.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

د هلمند اوسېدونکو د بېرغ ملي ورځ په ولولو سره ونمانځله.

د هلمند اوسیدونکو د بیرغ له ملي ورځې څخه په خورا شانداره ډول لمانځنه وکړه، ...