Home / خبرونه / د هلمند اوسېدونکو د بېرغ ملي ورځ په ولولو سره ونمانځله.

د هلمند اوسېدونکو د بېرغ ملي ورځ په ولولو سره ونمانځله.

د هلمند اوسیدونکو د بیرغ له ملي ورځې څخه په خورا شانداره ډول لمانځنه وکړه، دوی بیرغ د ملي ویاړونو له جملې څخه یاد کړ او ټول هیوادوال یې دداسي ورځو لمانځلو ته راوبلل.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې ډلې ډلې ځوانان نن لارو او سړکونو ته راوتلي ؤ، دوی د بیرغ له ملې ورځې څخه په بیلابیلو طریقو لمانځنه وکړه، ځینو ځوانانو موټریز کاروانونه چمتو کړي ؤ، او ځیني پلي راوتلي ؤ.

دهلمند اوسیدونکو د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ باندي ځانونه او موټران پوښلي ؤ، او پدې ډول یې خپلي خوښۍ او د لمانځلو احساسات شریکول.

د هلمند د اوسیدونکو په خبره دا چې سږکال د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۰ مي کلیزي سره سمون خوري نو په همدې اساس د خپلواکۍ تر ورځې پوري به بیلابیل جشنونه او لمانځنې ترسره کړي.

د دوی په وینا چې د بیرغ ملي ورځ او د خپلواکۍ ورځ له ملي ارزښتونو څخه دي، نو لازمه ده چې ټول افغانان ترې په ښه ډول لمانځنه وکړي.

هلمند کې د افغان پوځ سرتیري هم اوسیدونکو ته ډاډ ورکوې چې د بیرغ ملي ورځ او د خپلواکۍ ۱۰۰مه کلیزه به په ډاډمن امنیت کې ولمانځي.

د هلمند والي تورنجنرال محمدیاسین خان هم د بیرغ ملي ورځې د لمانځلو مراسیمو کې ګډون وکړ، نوموړي د هلمند له ځوانانو څخه مننه وکړه چې په دومره پراخه کچه ددې ورځې لمانځلو ته راوتلي دي.

هلمند کې پداسي حال کې د بیرغ له ملي ورځې څخه لمانځنه کیږي،چې ددې ولایت اوسیدونکو د خپلواکۍ د ۱۰۰ مي کلیزي لمانځلو ته هم پراخ چمتوالی نیولی دی.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...