Home / خبرونه / لسګونو ځوانانو ته د دولتي بستونو د ګمارنې پروسې په اړه سمینار جوړ سو.

لسګونو ځوانانو ته د دولتي بستونو د ګمارنې پروسې په اړه سمینار جوړ سو.

د خپلواکۍ د ۱۰۰ مي کلیزي په ویاړ د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هلو ځلو او د هلمند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسون په همکارۍ ددې ولایت لسګونو ځوانانو ته په دولتي بستونو کې د ګمارنې پروسې په اړه سمینار جوړ سوو.

د غونډې په پيل کې د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله ویاړ وینا وکړه، نوموړي وویل چې د هلمند ځوانانو د ظرفیتونو لوړولو او کارموندنې په برخه کې یې هڅي راپیل کړیدي، چې د همدې هڅو په ترڅ کې یې نن لسګونو ځوانانو ته ددولتي بستونو د ګمارنې پروسې اړوند سمینار جوړ کړ.

نوموړي د هلمند اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسون څخه مننه وکړه چې ددې پروګرام په دایرولو کې یې پوره همکاري وکړه، او دا ډول سمینارونه یې د ځوانانو لپاره ځکه اړین یاد کړل چې ډیری مهال ځوانان دولتي بستونو ته د لارې موندلو په بیلابیلو پړاونو کې له ستونزو سره مخ کیږي.

ښاغلي ویاړ وویل چې اوس دندې د وړتیا او ظرفیت پر اساس ورکول کیږي، نو ځوانانو ته پکار ده ترڅو د خپلو ظرفیتونو د لوړولو او معلوماتو لاسته راوړلو ته لومړیتوب ورکړي.

په مالي چارو کې د هلمند ولایت مرستیال ښاغلي مجاهدالله صفاري وویل ولایتي اداره ژمنه ده چې له ځوانانو د ملاتړ ترڅنګ هغوی ته کاري فرصتونه هم برابر کړي.

ددې ترڅنګ د هلمند اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسون رئیس ښاغلي ګل احمد نعیمي، ګډونوالو ځوانانو ته ددولتي بستونو لپاره د نوم ثبتونې، شارټ لیست، ازموینې ،نمرو ورکولو، شکایات ثبتولو ، د ازموینې لپاره د تیاریو او ګڼو نورو مواردو په تړاو معلومات وړاندي کړل.

ددې ترڅنګ د دولتي بستونو د ازموینو د پایلو د اعتراض په حالت کې د شکایاتو ثبتونې پروسې په اړه د هلمند اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلوک کمېسون د شکایاتو کارپوه ښاغلي حیات الله وفا ، ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

لښکرګاه کې یو تن د وسله والو غلاوو په تور نیول سوی.

د ملي امنیت منسوبینو په لښکرګاه ښار کي یو تن د غلا په تور نیولی، ...