Home / خبرونه / د عامي روغتیا ریئس: ښایي ډېر ژر یو ځل بیا په سیمو کي د پولیو واکسین پیل شي.

د عامي روغتیا ریئس: ښایي ډېر ژر یو ځل بیا په سیمو کي د پولیو واکسین پیل شي.

د هلمند د عامي روغتیا ریئس ډاکټر عبدالاحد حازم سباوون تلویزیون ته د یوې ځانګړې مرکي په ترڅ کي وویل: چي ښایي ډېر ژر ددې ولایت په ټولو سیمو کي یو ځل بیا د پولیو واکسین لړۍ پیل سي.

چي پدې سره به زرګونه ماشومان د پولیو له وژونکي ناروغۍ څخه خوندي سي.

نژدې دوې میاشتي وړاندي وسله والو طالبانو د هلمند ولایت په یو شمیر سیمو کي د پولیو واکسین د کمپاین مخه ونیول، چي لا هم دغه ستونزه پر ځای پاتي ده.

خو روغیتایي مسئولین پدې هڅه کي دي، چي هر څه ژر یادې ستونزي ته حل لاره پیدا کړي.

د هلمند د روغتیايي چارو مسئولین خبر ورکوي، چي ښایي ژر له وسله والو طالبانو سره پریکړې ته وروسیږي او په سیمو کي ځل بیا د پولیو واکسین لړۍ پیل شي.

دا چي نژدې دوې میاشتي کیږي، چي د هلمند ولایت په یو شمیر ولسوالیو کي ماشومانو ته واکسین نه دی ورکول سوې، ښایي په ډېری ډېری ولسوالیو کي د پولیو ویروس د خپريدو ویره ډېره سوې وه.

د هلمند د عامي روغتیا ریئس ډاکټر عبدالاحد حازم د وروستیو پرمختیاوو په اړه وویل:

ښاغلي حازم له قومي مشرانو، مدني بنسټونو او دیني عالمانو څخه د پولیو واکسین د بیا پیل په برخه کي د همکارۍ غوښتنه وکړه، چي د هلمند ټول ماشومان له د پولیو له خطرناکي ناروغۍ څخه ژغورل شي.

د هلمند ولایت په یو شمیر ولسوالیو کي دا مهال د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي، له دې دا په ډاګه کیږي، چي لا هم په لیري پروتو سیمو کي د پولیو وژونکی ویرویس سته او ولسي وګړي یې باید پر وړاندي بې تفاوته پاني نه سي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

لښکرګاه کې یو تن د وسله والو غلاوو په تور نیول سوی.

د ملي امنیت منسوبینو په لښکرګاه ښار کي یو تن د غلا په تور نیولی، ...