Home / خبرونه / امنیتي چارواکي: هوایي برید کې ۶ وسله والو .طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

امنیتي چارواکي: هوایي برید کې ۶ وسله والو .طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د هلمند امنیتي چارواکي وایي: مارجې ولسوالۍ په دوو هوایي بریدونو کي څلور تنه وسله وال طالبان وژل سوي او دوه تنه ژوبل دي، پدې ولسوالۍ کي د افغان امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د هلمند ځایي امنیتي چارواکي وایي: مارجې ولسوالۍ کي په دوو هوایي بریدونو کي څلور تنه وسله وال طالبان وژل سوي او ۲ تنه ژوبل سوي، پدې هوایي بریدونو کي ولسي وګړو ته مرګژوبله نه ده اووښتې.

هلمند امنیه قومندانۍ د یوې خپرپاني په خپرولو سره ددې پېښې په تړاو مالومات ورکړي او ویلي دي، چي پدې هوایي برید کي څلورو وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اووښتې ده.

دغه هوایي بریدونه د مارجې ولسوالۍ د شین غزک او سیپن په سیمو کي د وسله والو طالبانو پر دوو پټنځایونو ترسره سوي دي.

بل لور ته ویل کیږي، چي د مارجې ولسوالۍ په عملیاتو کي نژدې ۱۰ کیلو متره سیمه افغان امنیتي ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه نیولي ده.

خو وسله والو طالبانو د مارجې ولسوالۍ د عملیاتو او وروستیو هوایي بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...