Home / خبرونه / د هلمند والي: مارجې کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي: مارجې کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایتي او امنیتي مسؤلین وایي: د مارجې ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې یې پراخ پوځي عملیات پیل کړیدي، چې په ترڅ کې به یې دغه ولسوالي د طالبانو له شتون څخه پاکه کړل شي.

د هلمند والي تورنجنرال محمدیاسین خان د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو مارجې ولسوالۍ کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړیدي.

د هلمند والي په خبره چې په ګرشک،کجکي ،ګرمسیر او مارجې ولسوالیو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګژوبله اووښتې ده.

جنرال یاسین زیاتوي چې د مارجې ولسوالۍ په روانو عملیاتو کې ۴  کیلومتر سیمه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.

همدارنګه د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال ذبیح الله مهمند وايي چې د افغان پوځ عملیات به د مارجې ولسوالۍ ترڅنګ یو شمیر نورو ناامنو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

دوې ورځي وړاندي افغان امنیتي ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کي عملیات پیل کړه، چي ویل کیږي، ددې ولسوالۍ ټولي سیمي به له وسله والو طالبانو څخه ونیول سي.

وسله والو طالبانو د مارجې ولسوالۍ د عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...