Home / خبرونه / د هلمند والي: زر تنه هلمندي ځوانان د محلي اردو لیکو ته جذب شوي دي.

د هلمند والي: زر تنه هلمندي ځوانان د محلي اردو لیکو ته جذب شوي دي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وایي: د هلمند زر تنه ځوانان دا مهال د محلي اردو لیکو ته جذب شوي، ډېری یې دا مهال د شوراب په پوځي اډه کي تر روزني لاندي دي او یو شمیر تر فراغت وروسته په سیمو کي پر دندو ګمارل شوي دي.

ښاغلي یاسین خان د هلمند له ولسونو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو څخه مننه وکړه، چي د محلي اردو لیکو ته د هلمندیو ځوانانو د هڅوني او عملي ملاتړ په برخه کي یې هڅي کړي دي.

پر همدې مهال د هلمند یو شمیر مدني فعالین له هلمندیو ځوانانو غواړي چي د محلي اردو لیکو ته په لویه کچه جلب او جدب وکړي، ترڅو د هلمند په  ټولو سیمو کي د روانو ناامنیو مخه ونیول شي.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وایي: له دې خوښ دي، چي په هلمند کي په سلګونو ځوانانو د محلي اردو لیکو ته جلب جذب کړی او مهال د شورا په پوځي اډه کي تر روزني لاندي دي.

ښاغلي یاسین خان وویل: د هلمند خلکو ثابته، چي ددې خاوري د ساتني او پالني لپاره هر دول قرباني ورکولای شي، ځکه د هلمند خلکو په خورا سختو شرایطو کي له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع کړې ده.

د والي په خبره هره ورځ د هلمند چوپه چوپه ځوانان د محلي اردو لیکو ته ورځي، تر څو په خپلو سیمو کي د امنیت او ثابت لپاره کار وکړي.

د هلمند یو شمیر مدني فعالین هم له ځوانانو غواړي، چي په لویه کچه د محلي اردو لیکو ته جلب او جذب وکړي، ځکه د هلمندي ځوانان کولای شي، چي په سیمو کي د امنیت رامنځته کولو په برخه کي اغیزمن ګامونه پورته کړي.

مدني فعالین  له دفاع وزارت څخه مننه کوي، چي د هلمند ځوانانو ته یې د ملي او محلي اردو په لیکو کي ځانګړی تشکیل ورکړی دی.

د هلمند د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر نظر محمد رودي وایي: د مرکز لښکرګاه په ګډون په یو شمیر ولسوالیو کي یې ځوانان هڅولي، چي د محلي اردو لیکو ته جلب او جذب وکړي.

مدني فعالین عبدالحق  ځواکمن او جلیل احمد مجددي وایي: دا د هلمندیو ځوانانو لپاره ستر چانس دی، چي د محلي اردو په لیکو کي جدب شي، امتیاز به یې دا وي، چي په خپله سیمه کي پر دنده وګمارل شي او د خپلو خلکو د ثبات او امنیت لپاره به کار کوي.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین د هلمند له ولسونو، قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي تل یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړی او په عملي ډول یې په سیمو کي له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

ښاغلي یاسین خان وویل: دا مهال زر تنه هلمندي ځوانان د محلي اردو په لیکو کي جذب شوي، چي دا مهال لړۍ لا هم دوام لري، ښایي ډېر ژر هلمندي ځوانان د دفاع وزارت ځانګړې تشکیل ډک کړي.

هلمند والي زیاتوي هلمندیاتو تل د جګړې په ډګر کي له خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع کړې ده او د وسله والو طالبانو د ډېری شومو پلانونو مخه یې نیولې ده.

د یادوني وړ ده، چي دا مهال د هلمند په بیلابیلو کي سیمو کي د محلي اردو په سلګونو سرتیري پر دندو ګمارل شوي، چي ویل کیږی، د سیمو په امنیت او ثبات کي یې ګټور رول لوبولی دی.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...