Home / خبرونه / حازم: په سیمه ییزه کچه به روغتیایي خدمات معیاري کړو.

حازم: په سیمه ییزه کچه به روغتیایي خدمات معیاري کړو.

د هلمند د عامي روغتیا ریئس د روغتیایي بنسټونو د همږغۍ په غونډه کي ولسي وګړو ته ډاډ ورکړ، چي ډېر ژر به په سییمه ایزه کچه ټولو ولسي وګړو معیاري روغتیایي خدمات وړاندي کړي.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست چارواکي وایي: په پلان لري، چي د ولسي وګړو روغتیایي ستونزو ته په سیمه ایزه کچه اسانتیاوي رامنځته کړي، چي پدې برخه کي یې هڅي پیل کړې دي.

د هلمند د عامي روغتیا ریئس ډاکټر عیدالاحد حازم د روغتیایي چارو د معیاري کیدو په برخه کي د هلمند له ولسونو سره کلکه ژمنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه د MSF  له روغتیایي اداري مننه کوو، چي د هلمند د ولسي وګړو لپاره په روغتیایي برخه کي چوپړ کوي، خو دا هر څه په روغتیایي برخه کي د هلمند د خلکو لپاره بسنه نه کوي، بلکي لازمه ده، چي په سیمه ایزه کچه روغتیایي اسانتیاوي ولرو.

د حازم په خبره د عامي روغتیا ریاست یې پدې ولایت کي د یوه لوی روغتون د جوړوني واړندیز کړی، چي ښایي ډېر ژر ومنل.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست چارواکي ولسي وګړو ته ډاډ ورکوي، چي ډېر ژر به د روغتیایي خدماتو په کیفیت کي ژر اصلاحات رامنځته کړي او سیمو کي به ولسي وګړو ته د معیاري روغتیایي چوپړتیاوو زمینه برابره کړي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...