Home / خبرونه / صرافان: ولایتي اداره او امنیتي چارواکي دشې زموږ امنیت تامین کړي.

صرافان: ولایتي اداره او امنیتي چارواکي دشې زموږ امنیت تامین کړي.

صرافان وایي: یاد کس د وسله والو په ډزو کي سخت ژوبل سوی، دا مهال تر درملني لاندی دی، خو وسله والو کسانو له نوموړي نژدې پنځوس لکه پاکستانۍ کالدارۍ وړي دي.

د لښکرګاه ښار صرافانو یو ځل بیا په لاریون لاس پوري کړ او دلته یې ټولي صرافۍ وتړلې.

تېره ورځ د زړې منډوۍ په سیمه کي وسله والو کسانو پر یوه صراف وسله وال برید وکړ او له نوموړي نژدې ۵۰ لکه پاکستانۍ کالداري وړي دي.او صراف ته وسله والو په ډزو کي سخت ژوبل سوی دی.

د لښکرګاه ښار صرافانو د همدې پېښې په غبرګون کي په لاریون لاس پوری کړ او دوه ځایه د صرافۍ مارکیټنه وتړل سوه.

دوی له ولایتي اداري او امنیتي چارواکو غواړي، چي امنیت د خوندي کولو په باب یې کوټلي ګامونه واخلي او ترڅو خپل کارباور په خوندۍ ډول وکړي.

موږ په دې تړاو هڅه وکړه، چي د ولایتي اداري او یا هم د امنیه قومندانۍ د چارواکو غبرګون راواخلو ، خو بریالي نه سو.

غرمه نژدې ۱۲ بجې د هلمند د والي تورجنرال محمد یاسین خان له لوري له یو شمیر صرافانو سره کتلې وه.

راپور: میوند مېړنی

About admin

x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...