Home / خبرونه / هلمند کې د روغتېا نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

هلمند کې د روغتېا نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست پدې ولایت کي د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل، پر همدې مهاله د روغتیا ریئس ډاکټر عبدالاحد حازم وویل: چي دا مهال د هلمند په ډېری لیري پروتو سیمو کي ولسي وګړو ته روغتیایي اسانتیاوي رامنځته شوي دي.

ښاغلي حازم وویل: یوازي په بست ولایتی روغتون کي د یوې ورځي له مخي نژدې ۶۰۰ ناروغانو درملنه کیږي.

هلمند کي د روغتیا نړیواله ورځ پر داسي مهال لمانځل کیږي، چي ددې ولایت په یو شمیر سیمو کي وسله والو طالبانو پر روغتیایي خدمتونو محدودیتونه لګولي دي.

دا هغه څه دي، چي ولسي وګړو سره اندېښنې پیدا کړي.

پدې لمانځغونډه کي  د هلمند د روغتیا ریئس ډاکټر عبدلاحد حازم وویل: هره ورځ د ۶۰۰څخه بیا تر ۹۰۰ ناروغان د لښکرګاه په روغتیایي مرکزونو کي کتل کیږي او په دې ولایت کې د ولسوالیو په ګډون۷لويې صحي شفاخانې(کلینیکونه)لري چې د دې ولایت د ولسونو لپاره ۲۴ساعته روغتیایي خدمات وړاندي کوي.

 

 

 

 

 

 

 

 

ښاغلي حازم زیاته کړه تېر کال شاوخوا ۲۹ لکه اته اتېا زره ناروغانو مراجعه کړې چې له دغه جملې شاوخوا۳۸۵۵۵ بستر ناروغان تداوي شوي.

نوموړی همداراز وویل: ۳۷۶۳۱ولادي ناروغانو ورته مراجع کړې او دغه ډول ۷۰۱۲۷ماشومان د شري په مقابل کې واکسین شوي دي.

 پر همدې مهال د هلمند د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون رئیسې عفیفه معروف هم د عامې روغتیا ریاست کړني او فعالیتونه وستائل.

اغلي معروف زیاته کړه په دې ولایت کې صحي کارکوونکو تل هڅه کړې، ترڅو د دې ولایت ټولو ولسونو ته پر وخت او زمان د روغتیا په برخه کې خدمات وړاندي کړي.

( د هلمند د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون ریئسه عفیفه معروف )

په ټولنيزو چارو کې د هلمند مرستيال والي بسم الله روحاني وویل: ولايتي ادارې تل په روغتیایي چارو کي همکاري کړې، تر څو په سیمو کي ولسي وګړو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندي شي.

ښاغلي روحاني  له مرستندويه مؤسساتو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې په سختو شرايطو کې يې روغتيايي خدمات خلکو ته وړاندي کړي دی.

د یادوني وړ ده، چي په هلمند کي په ډېری لیري پروتو سیمو کي د روغتیا ریاست ولسي وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندي کوي، چي تر ډېره په سیمو کي میشت ولسي وګړي له دې روغتیایي چوپړتیاوو خوښ دي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

د هلمند له یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره ۲۲۵۰۰۰ افغانیو مرسته وشوه.

د هلمند ولایتي اداره وايي: د محمد حنیف په نوم د کجکي ولسوالۍ له یوه ...