Home / خبرونه / د سولي مشورتي لویي جرګې لپاره د ولسي استازو ټاکنې ترسره شوې.

د سولي مشورتي لویي جرګې لپاره د ولسي استازو ټاکنې ترسره شوې.

نن هلمند کي د سولې مشورتي لویي جرګې لپاره د اولسي استازو ټاکني تر سره سولي، په دې پروسه کي خلکو د لښکرګاه په استازيتوب نوماندانو ته رایې ورکړې.

که څه هم پرون ورځ د ټاکنو لپاره ټاکل سوې وه، خو د ځینو ستونزو له امله خلګ تر اوږده انتظار وروسته، بیرته کورونو ته ستانه سول او ټاکني راتلونکي ورځي ته وځنډي.

د سولي مشورتي لویي جرګه چي د روان کال د ثور پر ۹ دایریږي، د هیواد ټولو ولایتونو ته سهم ورکړل سوی، تر څو د ټولو ولایتو او ولسوالیو څخه ولسي استازي په یاده جرګه کي ګډون وکړي او د اولس په استازیتوب د سولي پروسې د اغیزمنتوب لپاره دغو استازو ته ونډه ورکړل سي، پر دې سربیره به ټول استازي پر موجوده ستونزو او حل لارو هم بحث وکړي.

جرګې ته د هلمند ولسي  استازي هم بلل سوي، چي مشري یې ولایتي شورا کوي، په همدې تړاو نن کرزي لوبغالي کي جرګې ته د تللو لپاره د لښکرګاه  استازو ټاکلو لپاره انتخابات  ترسره سولې، چې نوماندانو ته رایه اچونه وسوله.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ولایتي شورا منشي حیات الله مایار چي د یادي پروسي مشري یې په غاړه لرل، سباوون ټلویزون ته وویل، مشورتي لویي جرګي لپاره د لښکرګاه په کچه ۶ تنه  یادي جرګې ته ټاکل کیږي.

 له یاد شمیر څخه ۴ تنه نارینه او ۲ تني ښځینه دي، په دې پروسه کي  ټول دولتي او  خصوصي ادارو او همداراز د مدني ټولنو، قومي شوراګانو، اولسي شوراګانو، ملکانو، متنفذینو، ځوانانو او د نورو بنسټونو استازو ګډون کړی دی.

په ټاکنو کي دلښکرګاه په نماینده ګي دبیلابیلو نهادونو څخه ۹ تنو ځانونه نوماندان  کړي دي، په یاد شمیر کي ۷ تنه نارینه او ۲ تنې ښځینه دې، چي ټولو نوماندانو ته انتخاباتي شمیرې ورکړل سوي دې او د ځانګړو کارتونو په وسیله، چي د نوماندانو ټاکنیزي شمېرو لرونکي دي، خلک رایې ورکوي.

د هلمند یو شمیر اوسېدونکي دې پروسې ته خوشبینه دي او زیاتوي، چي جرګې د افغانانو تاریخي دود دی او تل یې لویي مسئلې  د جرګو د لاري حل کړي.

 دوی وايي، راغلي تر څو وړ استازي وټاکي او ددې فرصت څخه په ګټه اخیستني د اولس ټولي ستونزي تر مرکزي دولت او ولسمشر وروسوي.

 هغوی وايي، که څه هم د ټاکنو پروسه له څه ستونزو سره مخ سول، خو هیله يې وښودل، که ټاکني شفافي وي، هلي ځلي به یې نه بې ځایه کیږي.

د یادولو وړ ده، چي د مشورتي لویي جرګې لپاره د هلمند په یو شمیر ولسوالیو کي هم ټاکني ترسره سوي، چي بریالي نوماندان به د هلمند په استازیتوب په  مشورتي لویه جرګه کي ګډون وکړي او د سولي پروسې او نورو مشکلاتو او د هغوی پر حل به خبري وکړي.

راپور: عبدالروف هلمند

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

د هلمند له یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره ۲۲۵۰۰۰ افغانیو مرسته وشوه.

د هلمند ولایتي اداره وايي: د محمد حنیف په نوم د کجکي ولسوالۍ له یوه ...