Home / خبرونه / یوناما: په افغان سوله کې دې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي.

یوناما: په افغان سوله کې دې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي.

هلمند ولایت ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یماماتو ورغلی وو، نوموړي په لښکرګاه  کي په یوه غونډه کي برخه واخیسته، پدې غونډه کي یې ټینګار وکړ، چي ښځو ته دي د سولي په پروسه کي د ګډون حق ورکول شي.

له ښاغلي یماماتو سره پدې سفر کي د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون مشري سیما ثمر هم ملتیا درلوده، اغلي ثمر په خپلو خبرو کي وویل: چي د افغانستان په رواني جګړه کي ښځو زیاتي قربانۍ ورکړي دي، د همدې قربانۍ پر اساس باید د سولي په پروسه کي ښځو ته جدي پاملرنه وکړای شي.

هلمند ولایت ته د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړي استازي تداميچي يماماتو او د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما ثمر ګډ سفر وکړ، دوی پدې ولایت کي د ښځینه وو او یو شمیر ځوانانو سره په یوې غونډي هم برخه واخیسته.

هلمند والي جنرال محمد یاسین خان په خپلو خبرو کي ټینګار وکړ، چي افغان حکومت به په هیڅ ډول د سولي په خبرو کي د ښځو لاسته راوړني قرباني نه کړي او د هغوی د حقوقو د خوندي کولو په تړاو به جدي هڅه وکړي.

ښاغلي یاسین خان وویل: افغانان لنډماله سوله نه غواړي، بلکي افغانان پر پایداري او دوامداري سولي باور لري، چي چي د افغان حکومت د روانو هڅو پر مټ به افغانان خپل دغه ستر ارمان ته ورسیږي.

د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما ثمر هم په ټینګار سره وویل: چي اجازه به ورنه کړي، چي د سولي په روانو خبرو کي د ښځینه وو د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړني قرباني شي.

اغلي ثمر دغه راز له هلمندیانو غوښتنه وکړه، چي د سولي د خبرو ملاتړ وکړي، څو په هیواد کي اوږده او خونړۍ جګړه پای ته ورسیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي يماماتو وویل: د سولي او امنیت په پروسه کي د ښځو ګډون اړین او مهم دی، ځکه په افغانستان کي ښځو ډېری قربانۍ ورکړي دي او لازمه ده، چي ددې قربانیو قدر وشي.

ښاغلي یماماتو زیاته کړه څیړنو ثابته کړې ده، د جګړې د ختمیدو په هغه تړونو کي چي ښځو ته ونډه ورکول شوې اغیزمن وه او د ملتونو تر منځ یې د جګړې مخه نیولې ده.

یماماتو له هلمندیانو هیله وکړه، چي د سولي په پروسه کي د ښځو د ګډون ملاتړ وکړي.

ده زیاته کړه:

(په سوله او امنیت کي ښځي خورا اغیزمن رول لري، کله چي ښځي په سوله او امنیت کي برخه واخلي، پایله به یې مثبته وي، ښځو په جګړو کي قربانۍ کړي دي، په ټولو دغه دول پروسو کي باید د ښځو ږغ واوریدل شي، ډېری داسي څیړني شوي ، په کومو تړونونو کي چي ښځو ته ونډه ورکول  شوې، دغه دول تړونونه تر ډېره بریالي ثابت شوي دي.)

پدې غونډه کي یو شمیر ښځینه فعالانو، د استناف محکمې او استناف څارنوالۍ استازو هم د سولي پر ارزښت او د سولي په پروسه کي د ښځو پر ګډون ټینګار وکړ دوی زیاتوي ښځي د ټولني نیمه برخه دي پر همدې اساس لازمه ده، چي د سولي په خبرو کي د ګډون حق ورکول شي.

دیني عالم محمد یونس احمدي پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ، چي د سولي په روانو خبرو کي د ښځو ته د ګډون حق ورکړي.

هلمند ته پر داسي مهال  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یماماتو او د بشري حقوقو ځپلواک کمیسیون مشره سیما ثمر ورځي، چي پدې ولایت کي تر دې وړاندي هم ښځینه فعالانو په ګڼو غونډو کي د سولي په پروسه کي د ګډون د حق ورکولو غوښتنه کړې وه.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...