Home / خبرونه / د هلمند له یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره ۲۲۵۰۰۰ افغانیو مرسته وشوه.

د هلمند له یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره ۲۲۵۰۰۰ افغانیو مرسته وشوه.

د هلمند ولایتي اداره وايي: د محمد حنیف په نوم د کجکي ولسوالۍ له یوه هستوګن سره، چې څه موده مخکې سختو اورښتونو ترې کور نړولی و او په دې پېښه کې یې د کورنۍ څلور غړي شهیدان او یو تن ټپي شوی و؛ نن دوشنبه یاد مبلغ نغدي مرسته وشوه.

ولایتي اداره زیاتوي، چې ددې کورنۍ هر شهید ته، پنځوس زره افغانۍ او ټپي شوي کس ته پنځویشت زره افغانۍ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست لخوا د مرکزي دفتر له ځانګړې شوې بودیجې څخه ورکړل شوې.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د هلمند والي تورنجنرل محمد یاسین خان وايي، چې د وروستیو اورښتونو له امله دا ډول نورې پېښې هم رامنځته شوې وې، چي د ټولو زیانمنو شوو کورنیو سره د ولایتي ادارې او مرستندویه موسساتو له لوري مرستي شوې او ترسره کېږي.

About admin

x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...