Home / خبرونه / د هلمند سنګین کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي.

د هلمند سنګین کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه سباوون ټلوېزیون ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سنګین ولسوالۍ په شکر شیله سیمه کې افغان ګډو ځواکونو، ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو عملیات پیل کړي، چې د افغان او غوڅ ماموریت هوايي ځواک په ملاتړ یې تېره ورځ (یکشنبه) په یاده کې د وسله والو طالبانو د څلورو پټنځایونو په له منځه وړلو سره ۷ وسله وال طالبان وژلي.

د خبرپاڼې په حواله د امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې ګډو عملیاتو کې همدارنګه ۶ کړۍ د پرسونل او وسایطو ضد ماینونه کشف او چاودنې ورکړل شوي او ۵ فیره د هاوان مرمۍ او یو شمېر وسلې د امنیتي و دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې ملګي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

خبرپاڼه زیاتوي، اوس مهال د هلمند په سنګین، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې، د افغان او غوڅ ماموریت هوايي ځواکونو په ملاتړ د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ادامه لري.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې د روغتېا نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست پدې ولایت کي د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل، پر ...