Home / خبرونه / هلمندوالو د سولې لپاره د افغان حکومت له روانو هڅو ملاتړ وکړ.

هلمندوالو د سولې لپاره د افغان حکومت له روانو هڅو ملاتړ وکړ.

 ګڼ شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو د افغان حکومت د سولي له روانو هڅو ملاتړ وکړ.

هلمند کي د یوې پراخي ولسي غونډي پر مهال ددې ولایت یو شمیر قومي مشرانو او مدني فعالینو د افغان حکومت د سولي له وروستي دریځ څخه ملاتړ وکړ او زیاته کړه چي افغانان تل پاتي او پایدارې سولي ته اړتیا لري، لنډمهاله سوله به په هیڅ صورت ومنه مني.

هلمند کي سلګونو ولسي وګړو او ګڼ شمیر قومي مشرانو او دیني فعالینو د افغان حکومت د سولي له وروستیو هڅو هرکلی وکړ او زیاته کړه چي افغانان سوله غواړي، ځکه چي دوامداره جګړې په لویه کچه ستړي کړي دي.

قومي مشران زیاتوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅي د سولي په تړاو اغیزمني دي او افغانان پر دې هڅو باور لري، چي سوله به رامنځته کړي.

د قومي مشرانو په خبره د ټولو افغانانو لپاره سوله لومړیتوب لري،خو داسي سوله چي پایداره او دوامداره وي، افغانان به په هیڅ صورت پردی او لنډماله سوله ونه مني.

 

 

 

 

 

 

 

 

د هلمند مدني فعالین هم په هیواد کي د یوې پایدارې سولي غوښتونکي دي، دوی زیاتوي د سولي په برخه کي د افغان حکومت وروستۍ دریځ د ستایني وړ دی، ځکه افغانان لنډمهاله سوله نه غواړي.

مدني فعالینو له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چي د سولي د خبرو په درشل کي اوربند وکړي، څو د سولي هڅي چټکي شي او په هیواد کي د بې ګناه ولسي وګړو د وژني مخه ونیول شي.

ددې ولسي غونډي پر مهال دیني عالم محمد رفیع بختیار بیا په خپل خواږه اواز کي د سولي لپاره ترنم وکړ.

هلمند کي تر دې وړاندي هم د سولي په تړاو ورته غوندي جوړي سوي وې، چي پر مهال یې ولس په هیواد کي د پایدارې سولي غوښتنه کړې وه.

راپور: میوند مېړنی

About admin

x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...