Home / خبرونه / ولایتي اداره: په وروستیو هوايي حملو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

ولایتي اداره: په وروستیو هوايي حملو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: د افغان ځواکونو په وروستیو شپنیو عملیاتو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوایي بریدونو کي وسله والو طالبانو ته درنه مرګژوبله اووښتې ده .

د ځواک په خبره، د هلمند په مارجې، نادعلي، ناوې، سنګین ولسوالیو او د ۶۱۱ نمبر شهرا په سیمو کي پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه شوي، چي په ترڅ کي یې ګڼو طالب جنګیالیو ته مرګژوبله اووښتې ده.

د هلمند ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کي د وروستیو عملیاتو، هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو کي زیات شمیر طالب جنګیالي وژل شوي دي، په نادعلي،ناوې، مارجې، سنګین ولسوالیو او ۶۱۱ نمبر شهرا په سیمه کي د وسله والو طالبانو جسدونه د جګړې پر ډګر پاتي شوه.

خو تر دې بریدونو وړاندي هلمند کي وسله والو طالبانو پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډله ایز بریدونه پیل کړې وه.

د وسله والو طالبانو له دې درني مرګژوبلي وروسته اوس د هلمند په ډېری سیمو کي امنیت د ډاډ وړ دی او طالبان له سترې ماتي سره مخ شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي: د افغان ځواکونو په وروستیو شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کي په شمالي، جنوبي او مرکزي هلمند کي ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اووښتې ده.

د والي ویاند عمر ځواک زیاتوي د هلمند ولایت په یو شمیر ولسوالیو کي افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندي ځپونکي عملیات پیل کړي او ګڼي سیمي یې له وسله والو نیولي دي.

ځواک زیاتوي وسله والو طالبانو ته په هلمند کي تر ټولو درنه مرګژوبله په هوایي بریدونو کي اووښتې ده او ددې ولایت په ډېری سیمو کي یې طالب جنګیالي له ماتي سره مخ کړي دي.

وړمه ورځ په مارجې ولسوالۍ کي د هوایي برید په پایله کي پدې ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو د ولسوال مرستیال ملا جلیل وژل شوی وو، پدې هوایي برید کي څلور تنه طالب جنګیالي هم وژل شوې وه.

راپور: میوند مېړنی

About admin

x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...