Home / خبرونه / هلمند کې پر تورو ښیښو لرونکو موټرو او بې جوازه وسلو بندیز ولګېد.

هلمند کې پر تورو ښیښو لرونکو موټرو او بې جوازه وسلو بندیز ولګېد.

دغه پرېکړه نن شنبه د هلمند ولایت مقام له طرفه په رابلل شوې نظامي شورا ناسته کې وشوه. په دې ناسته کې دغه راز په ودونو او خوښیو کې پر هوايي ډزو هم بندیز  ولګېد.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په مشرۍ د نظامي شورا په دې ناسته کې، اړوند ګارنیزون ته دنده ورکړل شوه، چې په لښکرګاه ښار کې د تروریستي پېښو او نا امنيو د مخنيوي په پار سر له سبا ورځې(يکشنبې) پر تورو ښيښو لرونکو موټرونو، هوايي ډزو او له جواز پرته د وسلو پر ګرځولو بنديز ولګوي.

د هلمند والي همدارنګه په دې مواردو کې له ښکېل طرف ښاریانو وغوښتل، چې یادو مواردو ته دې جدي پام وکړي.

بلطرف لښکرګاه ښاریان او مدني فعالان د ولایتي ادارې دغه پرېکړه بېسارې بولي او وايي، چې دا چاره به د لښکرګاه ښار د خراب امنیتي وضعیت په ښه والي کې رغنده رول ولوبوي، خو دوی د یادو مواردو د مخنیوي په برخه کې له ولایتي ادارې د جدیت او دوام غوښتونکي دي.

لښکرګاه، هغه ښار چې کالونه کالونه پکې د مخفي وژنو، انسان تښتونې او هررنګ تروریستي پېښو تراژیډي دوام لري، خو دلته مېشت خلک بیا هم د یوه ښه او امن ژوند په هیله شپې سبا کوي.

راپور: سېدالرحمن ویال

About admin

x

Check Also

هلمند کې د روغتېا نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست پدې ولایت کي د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل، پر ...