Home / خبرونه / د هلمند قومي مشرانو ته یو ورځنی ورکشاپ دایر شو

د هلمند قومي مشرانو ته یو ورځنی ورکشاپ دایر شو

د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ۴۰ قومي شوراګانو ته د بشري حقوقو، پولیو واکسین او د سولي مشورتي لویي جرګي په تړاو یو ورځنی ورکشاپ ورکړ.

د هلمند د سرحدونو او قبایلو چارو ریئس احمد نوید نظري د قومي مشرانو لپاره دغه ډول ناستې او ورکشاپونه اغیزمن بولي او تینګار کوي، چي لړۍ به یې دوام ولري.

د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کي یو شمیر قومي شورګانو ته د ظرفیت د لوړوني یو ورځنۍ ورکشاپ ورکول سو، پدې یو ورځني ورکشاپ کي قومي مشرانو ته د بشري حقوقو د پولیو واکسین د ګټو او د مشورتي لویي جرګي په تړاو مالومات ورکول سوه.

 

 

 

 

 

 

 

 

د هلمند د سرحدونو او قبایلو چارو ریئس احمد نوید نظري وایي: هڅه کوي، چي قومي مشرانو ته په بیلابیلو برخو کي لنډمهاله ورکشاپونه ورکړي، څو د مسایلو په تړاو د هغوی فهم لوړ سي.

د هلمند د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون د عامي روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د امریت له لوري په خپلو برخو کي مسئولینو یې قومي مشرانو ته مسایل وړاندي کړه.

ښاغلي نظري زیاته کړه دغه ډول ورکشاپونه د قومي مشرانو لپاره ډېر مهم دي او دوام به ولري.

د نظري په خبره تر دې وړاندي هم قومي مشرانو ته دغه ډول لنډمهاله ورکشاپونه ورکول سوې وه، چي پر مهال خورا اغیزمن ثابت شوي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په پام کي ده، چي مشورتي لویه جرګه د سولي په تړاو په مرکز کابل کي جوړه سي، ددې لویي جرګي په تړاو په ولایتي کچه د عامه پوهاوي او د غوره کسانو د ټاکني پروسه پیل سوې ده.

لویه هڅه به همدا وي، چي په ولایتي کچه غوره کسان وټاکل سي، تر څو د سولي په تړاو په مشورتي لویه جرګه کي په ښه ډول د خپلو ولسونو استازيتوب وکړي.

بل لور ته پدې ورکشاپ کي برخه اخیستونکي قومي مشران هم خوښ دي، چي د خورا مهمو مسایلو په اړه اړین پوهاوی ورکول کیږي، قومي مشران هم ددې غوښتنه کوي، چي دغه ورکشاپونه دي دوام ولري.

راپور: میوند مېړنی

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...