Home / خبرونه / امنیتي چارواکي: د لښکرګاه – کندهار لارې امنیت د ډاډ وړ دی.

امنیتي چارواکي: د لښکرګاه – کندهار لارې امنیت د ډاډ وړ دی.

د هلمند د ۶۰۱ نمبر شهرا قومندان سمونوال حاجي ګران حبیب وایي: د لښکرګاه ـ کندهار لویي لاري باندي ولسي وګړي کولای شي، چي هر وخت په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

بل لور ته یو شمیر ولسي وګړي بیا ددې لویي لاري له امنیت څخه خوښ دي او له امنیتي چاوراکو غواړي، چي ددې لویي لاري د امنیت د خوندي کولو په برخه کي خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

له لښکرګاه تر کندهاره ۶۰۱ نمبر شهرا امنیت دا مهال په بشپړ ډول د ډاډ وړ دی، ولسي وګړي کولای شي، چي د شپي او ورځي له مخي د اړتیا پر مهال پر دې لویي لاري تګ را تګ وکړي.

د پولیسو د ۶۰۱ نمبر شهرا قومندان سمونوال حاجي ګران حبیب وایي: په وروستیو کي د ۶۰۱ نمبر شهرا په نژدې سیمو کي د وسله والو طالبانو پر وړاندي عملیاتونه ترسره کړي، چي ددې عملیاتو په ترڅ کي ډېری سیمي له وسله والو طالبانو نیول شوي .

ښاغلي حبیب وویل: ددې شهرا په ټولو سیمو کي دا مهال امنیت د ډاډ وړ دی، د وسله والو طالبانو د هر ډول فعالیتونو مخه نیول سوې ده.

ولسي وګړي هم د ۶۰۱ نمبر شهرا له امنیت څخه خوښ دي او زیاتوي چي دا مهال ددې لویي لاري په اوږدو کي هیڅ ډول امنیتي ستونزه شتون نه لري او خلک کولای شي، چي د اړتیا پر مهال هر وخت تګ را تګ وکړي.

ولسي وګړي ددې یادونه هم کوي، چي له پولیسو سره په ټولو امنیتي چارو کي بشپړه همکاري کوي، چي د ولسي همکارۍ پر مټ په سیمو کي امنیت د ډاډ وړ دی او دغه ولسي همکاري به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دوام ولري.

پر لویي لاري پراته امنیتي ځواکونه بیا ولسي وګړو او مسافرو ته ډاډ ورکوي، چي د وسله والو طالبانو د هر ډول ورانکارو فعالیتونو مخه به ونیسي او هغوی ته به دا اجازه ورنه کړي، چي یو ځل بیا پر لویو لارو ولس ته ستونزي جوړي کړي.

د ۶۰۱ نمبر شهرا کنډک د ارکان ریئس څارمن غلام سید وویل: چي د ولسي وګړو لپاره د هیڅ ډول اندېښتې اړتیا نسته، پر لویي لاري دي په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

د پولیس افسرانو په خبره د لویي لاري امنیت په بشپړ ډول خوندي دی.

د  یادوني وړ ده، چي ددې لویي لارو په اوږدو کي په وروستیو کي امنیتي وضیعت د ډاډ وړ سوی او او ولسي وګړي بیا له امنیت څخه خوښ دي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...