Home / خبرونه / مدني فعالان وايي: افغان امنیتي ځواکونه د هیواد د ساتنې وړتیا لري.

مدني فعالان وايي: افغان امنیتي ځواکونه د هیواد د ساتنې وړتیا لري.

د هلمند د مدني ټولني فعالان وايي: افغان امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري، چي د خپل هیواد، اولس او دین ساتنه وکړي.

مدني فعالین وايي، هغه سیمي چي د افغان امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندي دي، خلک هلته د امن احساس کوي، او خپل ژوند او مال خوندي ګڼي.

همداراز دوی زیاتوي، چي خلک هم د امنیتي ځواکونو سره همکاره دي، او له امنیتي ځواکونو څخه یې وغوښتل، چي له خلکو سره په سیمه کي ښه چلند وکړي او د جګړې پر مهال دي، د عامو خلکو ژوند او مال ته ډېره پاملرنه وکړي.

د دوی په باور، د عامو خلکو مسؤلیت دا دی، چي د خپل پوځ بشپړ ملاتړ وکړي او  د افغان امنيتي ځواکونو کي خپل ځوانان ودروي.

د ولایتي شورا منشي حیات الله مایار هم د افغان امنیتي ځواکونو د ځواک ستاینه کوي او زیاتوي، چي اولس هم د امنیتي ځواکونه پوره ملاتړ کوي.

  مایار وايي: له خلکو سره نامناسب چلند، او د هغو ناحقه ازار هغه موارد دي، چي له امله یې خلک له امنیتي ځواکونو څخه فاصله اختیاروي. دی وايي، امنیتي ځواکونو ته لازمه ده، چي اولس نور هم خپل کړي. او له هغو سره خپل چلند ډیر نرم کړي.

قومي مشر حضرت محمد هم د امنیتي ځواکونو له خدمتونو رضایت ښیي او زیاتوي، د امنیتي ځواکونو مسؤلین دي، خپل تر منځ همږغي سي او د  عملیاتو پر مهال د عوامو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسي حال کي ده، چي دا مهال د هلمند په یو شمیر ناامنه سیمو کي عملیات دوام لري، دا مهال د هلمند دوې مرکزي ولسوالۍ لکه ناوه او نادعلي د افغان امنیتي ځواکونو تر حاکمیت لاندي دي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...