Home / خبرونه / هلمند کې څه باندې اوه نیم لکه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو.

هلمند کې څه باندې اوه نیم لکه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو.

 

د هلمند ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه باندې اوه نيم لکه ماشومانو ته د واکسين کمپاين په مالي او اداري چارو کې د مرستيال او سرپرست والي مجاهدالله صفاري له لوري ماشوم ته د څاڅکو په ورکولو سره پېل شو.
د عامې روغتيا رئيس ډاکتر عبدالاحد حازم ددې کمپاين د پېل پر مهال وويل: د واکسين په دغه کمپاين کې به اوه لکه اوه اتيا زره څلور سوه يوولس له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکول شي، چې هم مهاله به څه باندې اوه لکه ماشومانو ته د ويټامين کپسولونه هم ورکړل شي. 
هغه زياته کړه، هغه سيمې چې تر دولتي حاکميت لاندې دي، کور په کور او په پاتو سيمو کې به مسجد پر مسجد د واکسين کمپاين ترسره شي.
سرپرست والي مجاهدالله صفاري د واکسين د کمپاين پر غوره مديريت او ترسره کېدو د ټينګار ترڅنګ له ټولو کورنيو، قومي او ولسي مشرانو، ديني عالمانو، ښځو، ځوانانو او د ټولنې له ټولو قشرونو وغوښتل، چې د واکسين له کمپاين سره مرسته او همکاري وکړي، ترڅو ماشومان مو د پوليو له نا اعلاجه ناروغۍ وژغورل شي.

About admin

x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...