Home / خبرونه / د عامې روغتیا رئیس: مېرمنو ته په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د پیسو وېش په شفاف ډول دوام لري.

د عامې روغتیا رئیس: مېرمنو ته په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د پیسو وېش په شفاف ډول دوام لري.

د هلمند د عامي روغتیا ریئس ډاکټر عبدالاحد حازم وایي: د هلمند ولایت په ټولو سیمه ایزو روغتیایي مرکزونو کي د هیواد د لومړۍ میرمني له دفتر څخه تر لاسه سوي پیسې میرمنو ته په شفاف ډول ورکول کیږي.

نوموړي له میرمنو هیله وکړه، چي اړتیا نسته، بیړه وکړي، بلکي په منظم ډول به ټولو میرمنو ته پیسي ورکول سي.

د هیواد د لومړۍ میرمني له دفتر څخه په ټولو لایتونو کي په سیمه ایزو روغتیایي مرکزونو کي یو شمیر میرمنو ته تشویقي ۵۰۰ افغانۍ ورکول کیږي، ددې موه دا ده، چي کورنۍ وهڅوي چي د مور او ماشوم ژوند ته پاملرنه ډېره کړی.

څه موده وړاندي هم په سیمه ایزو روغتیایي مرکزونو کي دغه لړۍ د ولایتي اداري له لوري پیل سوه، چي تر دې مهاله دوام لري.

د هلمند د عامي روغتیا ریئس ډاکټر عبدالاحد حازم ډاډ ورکوي، چي دغه پروسه به په ټولو روغتیایي مرکزونو کي په پوره شفاف ډول پلي سې.

د روغتیا د ریئس غوښتنه دا ده، چي میرمني دي په روغتیایي مرکزونو کي نوبت مراعت کړي او هڅه دي وکړي، چي د روغتیایي مرکزونو چاري له ځنډ سره مخ نه کړي.

ښاغلي حازم وویل: ټولو میرمنو ته د خپل نوبت له مخي دغه پیسې ورکول کیږي او اړتیا نسته، چي بیړه وکړي او چارو کي کي ستونزي رامنځته کړي.

د لومړۍ میرمني بي بي ګل غني له دفتر څخه دغه پیسي د هیواد په ټولو روغتیایي مرکزونو کي میرمنو ته ورکول کیږي، او موخه یې هم دا ده، چي په ټولنه کي د مور او ماشوم د مړیني ګراف راټیټ کړي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...