Home / خبرونه / ولایتي اداره: سنګین کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ولایتي اداره: سنګین کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سنګین ولسوالۍ د سید محمد کلي، حیدر اباد او شورکي په سیمو کي افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندي عملیات کړي، چي پدې عملیاتو کي ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه ژوبل شوي دي.

په وروستیو کي وسله والو طالبانو په سنګین ولسوالۍ کي د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړه، د وسله والو طالبانو د بریدونو په غبرګون کي افغان ځواکونو ددې ولسوالۍ په دریو سیمو کي عملیات ترسره کړي، چي پر مهال ۲۵ وسله والو ته مرګژوبله اووښتې ده.

د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي: دغه عملیات د سنګین ولسوالۍ، د سید محمد کلي، حیدر اباد او شورکي په سیمو کي ترسره سوي، چي پر مهال ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه ژوبل شوي دي.

د افغان ځواکونو پدې عملیاتو کي په سیمو کي میشتو ولسي وګړو ته هیڅ ډول زیان نه دی اووښتی او پراخي سیمي له وسله والو طالبانو څخه نیول شوي دي.

د هلمند  د والي ویاند عمر ځواک هم په سنګین ولسوالۍ کي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وروستیو اغیزمنو عملیاتو یادونه کوي او زیاتوي چي پدې عملیاتو کي وسله والو طالبانو ته پراخه مرګژوبله اووښتې ده.

د یوه بل خبر له مخي د سنګین ولسوالۍ د شکرشېلي په سیمه کي په هوایي برید کي یو وسله وال طالب وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو ددې بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...