Home / خبرونه / سږ ای پي اېل کې د حیدراباد بری او د راشد خان غوره لوبه

سږ ای پي اېل کې د حیدراباد بری او د راشد خان غوره لوبه

د هند غوره لیګ په اتمه لوبه کې سنرایزر حیدراباد لوبډله د راجستان رویلز پر وړاندې ولوبېده، چې پکې حیدراباد راجستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په سږ ای پي اېل کې لومړی بری په خپل نوم کړ.

ددې لوبې ټاس راجستان وګاټه او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، راجستان په ټولو شلو اورونو کې ۱۹۹ هدف حیدراباد لوبډلې ته ورکړ، د راجستان لخوا په توپوهنه کې لوبډلمشر ۷۰ او سېمسون ۱۰۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. په توپ اچونه کې راشد خان په څلورو اورونو کې تر ټولو په کمو ۲۴ منډو ورکولو سره یوه مهمه ویکټه هم ترلاسه کړه.

په دویمه پاڼۍ کې سنرایزر حیدراباد لوبډلې ښه توپوهنه پیل کړه او اوپنرانو ډیویډ وارنر او برېسټو ښې منډې ترسره کړې، وارنر ۶۹ تېزې منډې او برېسټو ۴۵ منډې وکړې، له دوی وروسته ویجې شنکر ښه توپوهنه پیل کړه، چې په پنځلسو توپونو یې ۳۰ منډې وکړې، خو په وروستیو اورونو کې د زیاتو ویکټو له لاسه ورکولو د لوبې اړخ بدل کړه، او اټکل کېده، چې لوبه به یا راجستان وګټي او که سنرایزر یې ګټي بیا به یې حتما د وروستي اور په اخیر او یا پنځم بال ګټي. خو راشد خان په نولسم اور کې د راجستان د پیاوړي توپ اچونکي ارچر پر وړاندې په وروستیو دوو بالونو څلوریزه او شپږیزه ووهله او لوبه یې سنرایزر ته وګټله. راشد خان په اتو توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی هم راشد خان شو.

راپور: سېدالرحمن ویال

About admin

x

Check Also

لښکرګاه کې یو تن د وسله والو غلاوو په تور نیول سوی.

د ملي امنیت منسوبینو په لښکرګاه ښار کي یو تن د غلا په تور نیولی، ...