Home / خبرونه / د هلمند ناوې کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ناوې کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف ـ د افغان ځواکونو عملیات

د هلمند له امنیې قومندانۍ څخه سباوون ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په ناوې ولسوالۍ کې د مخامخ جګړې له لارې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي.
د خبرپاڼې په حواله، جګړه د ناوې ولسوالۍ د تریخ زابر په سیمه کې د یو کمین په ترڅ کې رامنځته شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له وسله والو طالبانو څخه یو مېل کلاشنکوف او یو مېل لیزر لرونکی راکټ هم د پولیسو لاسته ورغلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې جګړه کې پولیسو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

About admin

x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...