Home / خبرونه / کلکتې سږ ای پي اېل کې پرلپسې دویمه بریا هم خپله کړه.

کلکتې سږ ای پي اېل کې پرلپسې دویمه بریا هم خپله کړه.

د هند غوره لیګ کې پرون چهارشنله د کلکته نایټ رایډرز او کینګز ایلېون پنجاب لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه، چې کلکتې د ۲۸ منډو په توپیر له پنجاب څخه لوبه وګټله او په سږ ای پي اېل کې پرلپسې دویمه بریا خپله کړه.

دا لوبه د هندوستان په کلکلته ښار کې وه؛ د لوبې پچه یا ټاس پنجاب لوبډلې وګاټه او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۹ لوړ هدف کینګز ایلېون پنجاب لوبډلې ته کېښود. د کلکتې لخوا په توپوهنه کې روبي اوتاپا ۶۷، راڼا ۶۳ او انډر رسل ۴۸ تېزې منډې جوړې کړې.

په دویم اننګز کې کینګز ایلېون پنجاب لوبډلې په لومړیو کې ویکټې مهمې ویکټې چې د کرېس ګېل ویکټه هم پکې وه؛ له لاسه ورکړې او په همدې وجه یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو یوازې تر ۱۹۰ منډې ور پسې ورسولې. د کینګز ایلېون پنجاب له لوري په توپوهنه کې مینک اګروال۵۸ او ډیویډ مېلر ۵۹ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی بیا هم انډر رسل شو، چې په توپوهنه کې یې ۴۸ تېزې منډې او توپ اچونه کې یې په ډېرو کمو منډو ورکولو سره دوه مهمې ویکټې ترلاسه کړې.

  په دې لوبه کې پنجاب لوبډلې افغان سلو توپ اچونکی مجیب ځدراڼ نه و اخیستی.

راپور: س / ویال

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

لښکرګاه کې یو تن د وسله والو غلاوو په تور نیول سوی.

د ملي امنیت منسوبینو په لښکرګاه ښار کي یو تن د غلا په تور نیولی، ...