Home / خبرونه / ای پي اېل؛ چینای لوبډلې ډهلي ته ماتې ورکړه.

ای پي اېل؛ چینای لوبډلې ډهلي ته ماتې ورکړه.

د هند غوره لیګ کې پرون سه شنبه د چینای سوپرکینګ او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه، چې چینای پکې ډهلي ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د هند په ډهلي کې وه؛ د ولې پچه یا ټاس ډهلي کپیټلز لوبډلې وګاټه او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، ډهلي کپیټلز په ټولو شلو اورونو چینای لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدنې ۱۴۸ منډې هدف ورکړ. د ډهلي لخوا په توپوهنه کې شکر داون تر ټولو ډېرې ۵۱ منډې جوړې کړې. په توپ اچونه کې د چینای لوبډلې الرونډر لوبغاړي براوو درې ویکټې ترلاسه کړې.

په دویم اننګز کې چینای سوپر کینګز لوبډلې د ۲۰ اور په څلورم توپ یاد هدف پوره کړ؛ د چینای لوبډلې لخوا په توپوهنه کې شېن واټسن تر ټولو ښه توپوهنه وکړه، چې په ۲۶ توپونو یې ۴۴ تېزې منډې جوړې کړې، ام اېس ډوني ۳۲، رینا ۳۰ او جاداو بیا ۲۷ منډې وکړې. د ډهلي لخوا په توپ اچونه کې مېشرا یوازینی لوبغاړی و، چې دوې ویکټې یې ترلاسه کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی هم شېن واټسن ونومول شو.

راپور: س / ویال

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

لښکرګاه کې یو تن د وسله والو غلاوو په تور نیول سوی.

د ملي امنیت منسوبینو په لښکرګاه ښار کي یو تن د غلا په تور نیولی، ...