Home / خبرونه / د هند غوره لیګ؛ پنجاب له راجستانه لوبه وګټله

د هند غوره لیګ؛ پنجاب له راجستانه لوبه وګټله

 

د هند غوره لیګ بېګانۍ لوبه د کینګز ایلېون پنجاب او راجستان رویلز لوبډلو ترمنځ وشوه، چې پکې پنجاب لوبډله وتوانېده، د څوارلسو منډو په توپیر بری خپل کړي.

په دې لوبه کې چې د هند په جیپور کې وشوه، لومړۍ توپوهنه کینګز ایلېون پنجاب لوبډلې وکړه او په ټولو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۴ منډې جوړې او راجستان ته یې د ۱۸۵ منډو هدف ورکړ.

د پنجاب لخوا په توپوهنه کې کرېس ګېل په اوه څلوېښتو توپونو ۷۹ منډې، هندي سرفراز خان ۴۶ او اګروال ۲۲ منډې جوړې کړې. د راجستان لخوا په توپ اچونه کې، بېن سټوکس ۲، کلکرنې او ګاتم یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورپسې په دویمه پاڼۍ کې راجستان لوبډلې ښه توپوهنه پیل کړه، خو په وروستیو اورونو کې د زیاتو لوبغاړو د سوځېدو له امله یې ونشو کولای چې یاد هدف پوره کړي او په نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې په ټولو شلو اورونو کې ۱۷۰ منډې جوړې او ۱۴ منډې تر ګټنې شاته پاتې شول. د راجستان لخوا په توپوهنه کې، لوبډلمشر ریحاني ۲۲، سمسون ۳۰ او  جوس بټلر ۶۹ ډېرې منډې جوړې کړې.

د پنجاب لخوا په توپ اچونه کې افغان لوبغاړي مجیب الرحمن تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه، چې د ۲ مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره یې ۳۱ منډې ورکړې، راجپوټ او کارن هم دوې دوې ویکټې او لوبډلمشر اشوېن ۱ ویکټه ترلاسه کړه.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د لوبې غوره لوبغاړی کرېس ګېل ونومول شو، چې په اوه څلوېښتو توپونو یې نهه اویا منډې جوړې کړې وې.

راپور: س/ ویال

About admin

x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...