Home / بهرني خبرونه / ټرمپ پوځ ته د موزنبیق له سیلاب ځپلو سره د مرستو امر کړی.

ټرمپ پوځ ته د موزنبیق له سیلاب ځپلو سره د مرستو امر کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پوځ ته امر کړی دی چې له موزنبیق سره چې په‌دې وروستیو کې ورته توپانونو او سیلابونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي مرسته وکړي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ وروسته تر هغې دا خبره وکړه چې موزنبیق له توپان او سیلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.

د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې تر راتلونکو ورځو پورې به د ۶ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې موزنبیق ته برابرې کړي.

توپانونو او سیلابونو په موزنبیق کې ۴۴۶ کسان مړه کړي دي. دغه راز د زیمبابوې او مالاوی وګړو ته هم دې طبیعي پیښو ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...