Home / خبرونه / د هند غوره لیګ؛ کلکتې او ډهلي د تېرې ورځې لوبې وګټلې.

د هند غوره لیګ؛ کلکتې او ډهلي د تېرې ورځې لوبې وګټلې.

د هندوستان غوره لیګ ای پي اېل کې تېره ورځ دوه لوبې وشوې؛ لومړۍ لوبه د سنرایزر حیدر آباد او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ وه، چې پکې کلکتې لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر سنرایزر حیدر اباد لوبډلې ته ماته ورکړه؛ حیدر اباد لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټولو شلو اورونو کې یې ۱۸۱ منډې جوړې کړې او کلکتې لوبډلې ته یې د ۱۸۲ منډو هدف کېښود؛ په توپوهنه کې ډیویډ وارنر تر ټولو ډېرې ۸۵ منډې جوړې کړې؛ ورپسې کلکتې لوبډلې توپوهنه پیل کړه او په تر وروستیو داسې ښکارېده، چې لوبه د حیدراباد لوبډلې په لاس کې ده، خو وروسته د انډر رسل تېزې توپوهنې وکولای شول، چې لوبه د کلکتې په بریا پای ته ورسوي، رسل نولسو توپونو نهه څلوېښت تېزې منډې جوړې کړې او کلکتې لوبډلې دا لوبه په شپږو ویکټو په خپله بریا پای ته ورسوله. په دې لوبه کې د سنرایزر حیدر اباد له لوري افغان لوبغاړی راشد خان هم لوبېده، چې یوه ویکټه یې واخیسته او یو یې کیڅ ډراپ شو.

 

د هند غوره لیګ کې ورپسې دویمه لوبه د ډهلي کېپټلز او ممبۍ انډینز ترمنځ وشوه، چې ډهلي لوبډلې د ۳۷ منډو په توپیر ممبۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، په دې لوبه کې لومړۍ د توپوهنې پاڼۍ ډهلي لوبډلې ولوبوله او د ټولو شلو اورونو په لوبولو سره یې ۲۱۳ منډې جوړې کړې؛ چې د سږ ای پي اېل تر ټولو لوړ هدف هم دی؛ په توپوهنه کې شکر دهون ۴۳، کالمب انګرام ۴۷ او ریشب پنټ ۸۷ تېزې منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې، د ممبۍ لوبډلې تېز توپ اچونکي مکلنګن درې لوبغاړي وسوځول. ممبۍ انډينز ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او د شلم اور په دویم بال یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې جوړې کړې او لوبه ډهلي کپیټلز لوبډلې د ۳۷ منډو په توپیر وګټله.

راپور: سېدالرحمن ویال

 

About admin

x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...