Home / خبرونه / د عامې روغتیا رئیس: د تېر په پرتله هلمند کې د روغتیايي خدماتو کچه لوړه سوې.

د عامې روغتیا رئیس: د تېر په پرتله هلمند کې د روغتیايي خدماتو کچه لوړه سوې.

د عامي روغتیا ریس ډاکټر عبدالاحد حازم وايي، بست روغتون کي لومړیتوب هغو ناروغانو ته ورکوي. چي له جدي ګواښ سره مخ وي.ښاغلی حازم وایي، بست روغتون کي د ۳۵۰ پر شاوخوا ناروغان دم ګړی بستر دي، هغه وایی، کاري ټیم مو هڅه کوي، لومړی هغو ناروغانو ته پاملرنه وکړي، چي ژوند یې له ګواښ سره مخ وي.

بست روغتون چي د هلمند مرکزي ولایتي روغتون دی، هره ورځ د ۶۰۰ پر شاوخوا ناروغان یواځي د عاجل اطاق ته مراجعه کوي، په همدې ترتیب د ۳۰ پر شاوخوا  هره ورځ ولادتونه ترسره کیږي او ۲۰ تر ۳۰ عملیاتونه په یاد روغتون کي صورت نیسي.  ددې تر څنګ هلمند کي ۷۸ مختلف کلینکونه او روغتونونه شتون لري، چي هره ورځ زیات شمیر کسان د تداوی لپاره ورته مراجعه کوي.

د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدلاحد حازم وایي، بست روغتون کي د ۳۵۰ پر شاوخوا ناروغان بستر دي، خو د امکاناتو د کمښت له امله لومړیتوب هغو ناروغانو ته ورکوي، چي له جدي ګواښ سره مخ وي. ښاغلی حازم وایي، اداره یې هڅه کوي، چي ټولو ناروغانو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

همداراز ښاغلی ډاکټر حازم زیاتوي، چي هلمند کي یو شمیر نور لوی روغتونونه هم شتون لري، چي مرستندویه مؤسسات یې تمویلوي او د هلمند میشتو لپاره خدمات وړاندي کوي. هغه وايي، په نوي اداري ساحه کي په نړیوال معیار برابر روغتون جوړ سوی، چي دم کړی یې د کارمندانو ګمارنه روانه ده او ډیر ژر به د ولادی او نسایي څانګي په برخه کي چي د ۳۰ بسترو ځانګړتیا لري، په خدماتو پیل وکړي.

ښاغلي حازم وايي، هغو سیمو ته په پام سره، چي له روغتیايي مرکزونو لیري پراته دی او پر وخت یادو مرکزونو ته رسیدګي نسي کولای، هڅه کوي، چي ګرځنده ټیمونه هغو سیمو ته ولیږي، تر څو د سیمي خلک صحي خدماتو ته لاسرسی ولري او له خپلو حقوقو څخه برخمن سي.

د بست روغتون امر ډاکتر احمد ضیاء حیات وایي، چي بست روغتون د ۱۵۰ ناروغان د بسترېدو ظرفیت لري، چي د MSF مؤسسې د کاري ټیم او مالي ملاتړ پر مټ ځیني وخت ۴۰۰ پر شاوخوا ناروغان تداوي کوي. هغه وایي، که مرستندویه موسسات راسره همکاره نه سي، په یواځي توګه نسي توانېدلی د ۱۵۰ ناروغان له شمیر لوړ  ناروغان تداوي کړي. ښاغلي ډاکټر حیات وایي، چي والي صاحب له روغتون لیدنه کړي او د همکاری ژمنه یې کړي، هیله لري، چي د روغتون ظرفیت به لوړ سي.

د یادولو وړ ده، چي پر مرکز سربیره د هلمند کابو په ټولو ولسوالیو کي روغتیايي مرکزونه شتون لري، چي هر ورځ په لسګونه کسان ورته مراجعه کوي.

راپور : عبدالروف هلمند

About admin

x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...