Home / خبرونه / د هلمند والي: د بزګر مېلې پر مراسمو د چاودونو په اړه څېړنې کېږي

د هلمند والي: د بزګر مېلې پر مراسمو د چاودونو په اړه څېړنې کېږي

د هلمند والي جنرال محمد یاسین خان تېره ورځ د بزګر مېلې لپاره جوړو شویو مراسمو باندې د چاودنو د څېړنې خبره کوي او وايي، چې څارنوالۍ، ملي امنیت، امنیه قومنداني او ملي اردو هیت ټاکل شوی، چې دا موضوع وڅېړي او مالومه کړي، چې څنګه داسې مراسمو ته لاره پیدا شوه او د حملې ترتیبات یې ونیول.

د هلمند په کرزي لوبغالي کې پرون دوې چاودنې وشوې؛ په چاودنو کې د هلمند ولایت د اقتصاد رییس او یو محصل په ګډون څلورو تنو ژوند بایللی او ۴۴ تنه ټپیان شول.

د هلمند د پرونۍ حملې برید وسله والو طالبانو منلی دی.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...