Home / ځانګړي مطالب / افغان مشران څوک او ولې وژني؟

افغان مشران څوک او ولې وژني؟

که یو خوا په هېواد کې د روانې څلوېښت کلنې جګړې پر مهال ډېری افغانانو خپل وروڼه، خویندې، پلرونه، بچیان او د کورنۍ نور غړي له لاسه ورکړي او نږدې ټولو افغانانو پکې قرباني ورکړې، خو بل خوا د افغانستان دوښمنانو د افغانانو د سر سړي، هغوی چې په ولس کې یې ځای درلود، د دوښمن په مکار پلان پوه او د هېواد د راتلونکې او افغانانو د ژغورنې لپاره یې فکر درلود، په نښه کړي او یو یو یې شهید کړی دی. 
له شهید سردار داوودخان او شهید ډاکټر نجیب‌الله را ونیسه بیا تر جنرال عبدالرازق، عبدالجبار قهرمان، حشمت‌خلیل کرزي، زړور زاهد او عبیدالله بارکزي پورې چې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري پرون په کندهار ښار کې په نښه او شهید شو. 
دغو او دوی ته ورته لسګونه او سلګونه د سر مشران یوازې له خپل هېواد او خلکو سره د مینې لرلو، دوښمن ته یې د ګوتې نیولو، د خپلې خاورې، ملي ګټو او ارزښتونو د ساتلو لپاره یې د غږ اوچتولو او مبارزې په ګناه شهیدان شوي دي.
که څه هم په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې قرباني یوازې او یوازې افغانان ورکوي، خو سیاسي، نظامي او اقتصادي ګټې یې زموږ د ګاونډیانو، په تېره بيا پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته رسېږي او همدا لامل دی چې افغانانو ته یې خپله خاوره سور اور او یو شمېر خپل افغانان یې د دوی قاتلان ګرځولي دي.
د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو هیله، غوښتنه او تګلاره دا ده چې په افغانستان کې روانه جګړه همداسې دوام وکړي او افغانان یې له کبله هيڅکله هم ښه ورځ و نه ویني. 
د دوی ناسمې او د دوښمنۍ تګلارې او افغانانو ناسم سیاستونه او ناپوهې د دې لامل شوې چې د خپلو موخو لپاره موږ په خپله خاوره او خپلو کې سره په جګړه اخته کړي او دوی خپل ټول تمرکز د خپلو هېوادونو په پرمختګ او د نړۍ له نورو هېوادونو سره یې پر سیال کېدو ور ټول کړي.
زموږ ګاونډیان نه غواړي چې افغانان زده‌کړې وکړي، له علم او ټکنالوژي سره بلد او د نړۍ د کاروان تر څنګ، مخ په بره لاړ شي، خپل دوښمن او د دوی لپاره د هغوی ظالمانه او ترهګریزې تګلارې وپېژني، داسې د سر سړي باید پکې پیدا نه‌شي چې خپل ملت رهبري او د دوښمن ظلمونو او ترهګریزو سیاستونو ته ګوته ونیسي؛ نو که له یوې خوا یې یو شمېر افغانان راته ترهګر کړي او عملاً یې د خپل هېواد، نظام او خلکو پر وړاندې جنګوي، بل خوا د افغانانو هغه د سر سړي یو یو په نښه کوي چې د دوی پر وړاندې غږ اوچتوي یا یې هم د هېواد په اړه پر ناسمو سیاستونو او تګلارو نیوکې کوي. 
دا کار څوک کوي؟ دا د سیمې، ګاونډیو او ان د نړۍ د هغو هېوادونو د استخباراتو کار دی چې په افغانستان کې یې د خپلو ځانګړو ترهګرو ډلو او لاسپوڅو په وسېله د افغانانو تر منځ جګړه روانه کړې؛ دوی یې تمویلوي، ترهګرو ته یې خوندي ځایونه ورکړي، روزي یې او د نظامي ملاتړ تر څنګ یې، سیاسي او اقتصادي ملاتړ هم کوي. 
نو افغانانو ته په‌ کار ده چې په خپلو کې د جګړې، وینې تویولو او د هېواد ورانولو پر ځای، خپل دوښمن وپېژني، د هغوی د موخو لپاره په خپل هېواد کې اور بل نه‌ کړي او ان په ګډه یې مخه ونیسي. 
که افغانان لا هم خپل خوبونه کوي، په ګاونډ او سیمه کې د خپلو دوښمنانو او په افغانستان کې یې د هغوی د ترهګرو ډلو پر وړاندې و نه درېږي، د افغانستان دوښمنان به د افغانانو پر وړاندې تر هغې خپلې ترهګریزې تګلارې ته دوام ورکړي چې افغانستان یې بیا د تېر په څېر په کنډواله نه وي بدل کړی.
افغانان باید نور بیداره شي او له خپل نظام او ځواکونو سره څنګ په څنګ د هېواد د بقا او په هېواد کې د پردیو د لاسوهنو او ترهګریزو تګلارو د پلي کېدو مخه ونیسي.

سرلیکنه

سرخط ورځپاڼه

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...