Home / خبرونه / د هلمند مدني فعالان: د برېښنا پروژه کې په لویه کچه اختلاس شوی

د هلمند مدني فعالان: د برېښنا پروژه کې په لویه کچه اختلاس شوی

د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز د بریښنا د نوې پلي سوې پروژې د ټیټ کیفیت پر وړاندي لاریون وکړ له مرکزي دولت څخه یې غوښتنه وکړه، چي پدې اساسي پروژې کي د فساد موارد وڅیړي.

دوی زیاتوي پدې پروژه کي په لویه کچه اختلاس سوی، چي مسئولینو یې پر وړاندي جدي اقدام نه دی کړی.

بل لور ولایتي اداره بیا پدې پروژه کي د ټیټ کیفیت ستونزه مني او زیاتوي چي په تړاو یې پلټني رواني دي.

د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مسئولین او ګڼ شمیر ولسي وګړي د بریښنا پر نوې پلي سوې پروژې نیوکه کوي او زیاتوي چي پدې پروژې کي په لویه کچه اختلاس سوی دی.

دغه لاریون د مدني ټولنو د همږغۍ له مرکز څخه پیل سو، چي د لاري په اوږدو کي یې شعارونه ورکول.

د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مسئولین پر مرکزي اداري ږغ کوي، چي پدې لویه او اساسي پروژه کي د فساد موضوع وڅیړي او فساد کوونکي کسان د قانون منګلو ته وسپاري.

دوی زیاتوي هلمندیان په هیڅ صورت چمتو نه دي، چي خپل ولایت کي دغه ډول بې کیفیته پروژه ومني.

د لاریون برخه وال زیاتوي د ولایتي اداري وروستۍ دریځ چي دغه پروژه به نه تسلیموي، د ستایني وړ دی او ولسي وګړي به په لویه کچه ددې پریکړې ننه وکړي.

تر دې وړاندي ولایتي اداري او د بریښنا شرکت مسئولینو ویلي وه، چي نوې پلي سوې پروژه په ټوله مانا بې کیفیته ده او لینونه یې د بریښنا د تیرولو ظرفیت نه لري.

هلمند والي محمد یاسین خان هم پدې پروژه کي ځیني ستونزي مني او زیاتوي چي بې کیفیته پروژه به تسلیم نه کړي.

هلمند والي محمد یاسین خان دا هم روښانه کړه، چي ولي ددې پروژې د پلي کولو پر مهال ور څخه څارنه نه ده سوې.

تر دې وړاندي د بریښنا شرکت مسئولین ویلي وه، چي د څارني صلاحیت نه وو ورکول سوی.

د هلمند د بریښنا شرکت مسئولینو په رسمي ډول منلې ده، چي د بریښنا لپاره نوې پلي سوې پروژه له کیفیته برخمنه نه ده او لینونه یې د بریښنا د تیرولو ظرفیت نه لري.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...