Home / خبرونه / د کډوالو ریئس: مرستندویه بنسټونه بېځایه سوو کورنیو ته مرستې نه ورکوي

د کډوالو ریئس: مرستندویه بنسټونه بېځایه سوو کورنیو ته مرستې نه ورکوي

د هلمند د کډوالو چارو ریئس سید محمد رامین وایي: پدې ولایت کي د وروستیو اورښتونو له امله په زرګونو کورنۍ په سیمو کي خپل سوي دي، خو دا مهال مرستندویه بنسټونو له زیانمنو سوو کورنیو سره مرستي نه کوي.

نوموړي زیاته کړه مرستندویه بنسټونو ورته ویلي، چي هلمند کي ټولو سیلاب ځپلو کورنیو ته مرستي ورکول سوي، خو دا ناسمه ده، لا هم سلګونه کورنۍ سته، چي مرستي نه دي ورکول سوي.

ښاغلي سید محمد رامین  وايي،  د دوی د سروې له مخي‌ هلمند کي‌ ۳۰۰۰ کورنۍ بې ځایه سوي . چي له ۳۰۰۰  کورنیو څخه د ۵۹۲ کورنیو سره مرسته سوې او ۵۰۰ نورو کورنیو ته عملا توزیع روانه ده، چي  د توزیع دا لړۍ به تر دوو نورو ورځو  هم دوام ولري.

 ښاغلی رامین وایي، د ۹۴ نوري کورنۍ سروې سوي دي. چي د مرستو مستحق دي مګر مرستندویه موسساتو وايي، چي نور یې ټیمونه سروي نه کوي، ځکه چي ټولو بې ځایه سوو کورنیو ته رسیدګي سوې.

ښاغلی رامین وایي، چي د ۳۵۰ پر شاوخوا بې ځایه سوو کورنیو د کډوالو ریاست ته د مرستي لپاره مراجعه کړې، چي تر دې مهاله هیڅ ډول مرسته نه ده ورسره سوې.

ښاغلی سید محمد وایي، چي یاد شمیر کورنیو سره د مرستي لپاره يي د مرستندویه موسساتو سره خبري کړي خو هغوی وایي، چي یادي کورنۍ کډوال حوادثو ریاست ته معرفي کړئ تر څو بیاځلي سروې سي.

خو ښاغلی رامین وايي، چي د ادارتو سره د تفاهم نامي په اساس دوی حق لري، چي سروې تر سره کړي او مستحق کسان په نښه کړي.

د کډوالو رئیس وايي، چي د ۱۶۵۰ په شاوخوا بې ځایه سوي کورنۍ د سرې میاشت ریاست له لوري  په نا امنو سیمو کي سروې سوي، خو پورته کورنیو ته تر اوسه مرسته نه ده ورسېدل. هغه وايي، چي کوم ارقام چي زموږ اداري ته رارسیدلي، هغه یواځي امني  سیمي دي.

هغه وایي، که سره میاشت په ناامنو سیمو کي سروې تر سره کړي، د بې ځایه سوو کورنیو شمیر به ۳۰۰۰ ته لوړ سي.

ښاغلي رامین له مرستندویه ادارو او مؤسساتو څخه غوښتنه وکړه، چي پر وخت دي له کډوالو سره مرسته وکړي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...