Home / اقتصاد / افغان ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې چې متحده عربي امارتو ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ، په فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخه کې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وویل چې محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د متحد عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه:

“افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د متحده عربي امارتو پلازمېنې ابوظبۍ ته تللی، ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې د ابوظبۍ له امر والا حضرت شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره وګوري.”

​متحده عربي امارت د هغو هېوادونو څخه دی چې په تېر کې یې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو اغېزناک تړونونه لاسلیک کړی دي.

د روغتیا، سوداګرۍ او په نورو بېلابېلو برخو کې له همکاریو سربېره تېرکال د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امارتو د دفاع وزیر د ناټو ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته د خپلو ځواکونو د استولو چمتوالی هم ښودلی و.

همداشان متحده عربي امارت له هغو درې هېوادونو څخه یو هېواد و چې په افغانستان کې یې د طالبانو نظام په رسمیت پيژندلی و.

متحده عربي امارت په‌دې وروستیو کې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

خو د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، وروسته له هغې چې دوه کاله مخکې په کندهار کې په یوه چاودنه کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډپیلوماټان ووژل شول د دواړو هېوادونونو اړیکې کم رنګه شوې.

د دغه کمېسیون غړي احمد جاوېد رؤف وايي چې ولسمشر باید د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک ترڅنګ د ابوظبۍ له چارواکو سره د سیاسي اړیکو د پياوړتیا برخې ته هم پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

“موږ په سیاسي برخه کې یو لړ اختلافات لرو، که وتوانېږو چې ټولنیز او سیاسي اړیکې ښه کړو، ګټور به وي او د سوداګرۍ له پلوه هم کولای شي مرستې وکړي، خو تر ډېره موږ د سیاسي اړیکو رغولو ته اړتیا لرو، څو وکولای شو چې دغه اړیکې ښې ترمیم کړو.”

افغان چارواکو تل ويلي چې متحده عربي امارت کولای شي د افغانستان د اقتصادي پراختیا او سولې په برخه کې مهم رول ادا کړي.

له دې وړاندې هم ولسمشر محمد اشرف غني، څو ځله متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي دي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې د روغتېا نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست پدې ولایت کي د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل، پر ...