Home / اقتصاد / الکو: کروندګرو ته د کوکنارو بدیل اغېزمن کرهڼیز بوټي ورکوو

الکو: کروندګرو ته د کوکنارو بدیل اغېزمن کرهڼیز بوټي ورکوو

د هلمند د کرهڼي او اوبو لګولو ریاست د بولان په څیړنیز فارم کي یو شمیر کرهڼیز بوټي او تخمونه وکرل، چي د ازمایشتي دوري تربریالي کیدو وروسته به دغه کرهڼیز بوټي او تخمونه د هلمندیو کرونده ګرو په واک ي ورکول شي.

د هلمند د کرهڼي ریئس انجینر زلمی الکو وایي: هڅه یې دا ده، چي هلمندیو کرونده ګرو ته د اغیزمني کرهڼي زمینه برابره کړي، چي له یوې مخي به کرونده ګر د کوکنار له کرهڼي راوکرځول شي او بله پلوه به یې اقتصادي کټه وټه ډېره شي.

د هلمند د کرهڼي او اوبو لګولو ریاست مسئولین پدې هڅه کي دي، چي کرونده ګرو ته د کوکنارو بدیل کښتونه پیدا کړي، په همدې موخه یې د بولان په څیړنیز فارم کي، د ګنیو،انجي، الویرا، مالټو او خرما ازمایشتي نباتي بوټي او تخمونه وکرل.

د کرهڼي او اوبو لګولو یئس انجینر زلمی الکو وایي: ټول هلمندي کرونده ګر له دې ستړي دي، چي په خپلو مځکو کي کوکنار وکري، هغوی د بدیل په لټه کي دي، چي د کرهڼي ریاست به ډېر ژر کرونده ګرو ته د کوکنار بدیل کرهڼیز توکي په واک کي ورکړي.

نوموړي زیاته کړه د کرهڼي ریاست هڅه کوي، چي د بولان په څیړنیز فارم کي یاد کرهڼیز بوټي او تخمونه په مسلکي ډول وروزي او تر دې وروسته یې د کرونده ګرو په واک ي ورکړي.

د هلمند د کرهڼي ریئس زلمي الکو وویل: په بولان څیړنیز فارم کي ددې نباتي بوټود روزني لپاره مسلکي کسان لري، چي هغوی به دغه ازمایشي نباتي بوټي په خورا مسلکي ډول وروزي او نتیجې به یې له کرونده ګرو سره شریکي کړي.

د الکو په خبره هلمند کرهڼیز ولایت دی او ددې ولایت کرونده ګر باید بیلابیل نباتي بوټي پر خپلو مځکو وکري.

د هلمند د کرهڼي او اوبو لګولو ریاست دغه راز په پلان کي دي، چي په په سیمو کي له کرونده ګرو سره له نژدې کار وکړي، څو هغوی له خپلو مځکو ډېر حاصلات تر لاسه کړي او اقتصادي وضیعت یې ورسره ښه شي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...