Home / خبرونه / د عبدالعلي مزاري په یاد جوړې سوې غونډې ته نږدې چاودنې سوي.

د عبدالعلي مزاري په یاد جوړې سوې غونډې ته نږدې چاودنې سوي.

د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د څو چاودنو ږغونه په داسې حال کې واورېدل شول چې د دې ښار په لوېدیځ کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري تلین لمانځل کېدل.

لومړۍ چاودنه داسې وخت وشوه چې اجرايي رييس عبدالله عبدالله د مزاري په اړه خبرې کولې.

د مراسمو ځای ته نژدې څو چاودنې شوي او ډزې هم اورېدل سوي دي.

عبدالله له چاودنې وروسته وویل«دا چاودنه په کوم لېرې ځای کې شوې خو یقیناً چې بیا به یې هم ملکیان په نخښه کړي وي.»

وروسته محمد محقق د غونډې له برخوالو وغوښتل چې له سالونه ووځي ځکه چې سختدریځي د هاوان ګولۍ پرې ولي.

راپورونه وايي چې د کابل استقلال روغتون ته له دې پېښې ۱۷ ټپیان او یو مړی ور وړل سوي، په ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي. دغه راز د جمهوري ریاست د کاندید حنیف اتمر ویاند پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ددې حملې له امله د اتمر ساتونکي ټپیان شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.

نا تأیید شوي راپورنه کې ویل شوي چې د جمهوري ریاست بل کاندید لطیف پدارم هم په‌دغه پېښه کې ټپي شوی، خو تر اوسه کره سرچینو ته پېښه نه‌ده تأیید کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، چې هغه کور یې محاصره کړی، له کومه چې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د هاوانونو ډزې کېدې، ده ویلي، چې یو تن بریدګر وژل سوی او نور کلابند دي. ده همدا راز ویلي، چې هغه کس هم نیول شوی، چا چې دا جګړه رهبري کوله او د هاوانونو ډزې یې کولې.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات بیا پر ټویټر لیکلي، چې په سیمه کې د پولیسو ځانګړې قطعه عملیات کوي، ده زیاته کړې، چې ترهګرو د روشن ټلیفوني شبکې له یوې برخې چې د پغمان او ۱۸ مې ناحیې ترمنځ و، راکټ ویشتی دی، ده ویلي، د حملې تنظیمونکي ځای پرځای نیول شوي او عملیات روان دي.

په دې مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، او د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر هم ګډون کړی و خو چاودنو موقع ورنه کړه چې د مزاري په اړه خبرې وکړي. د غونډې ډېری برخوال له دېوالونو واوښتل.

داعش ترهګرې ډلې د ننګرهار د پرونۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست. ګومان کېږي چې دا برید به هم داعش کړی وي ځکه چې طالبان عموماً له شیعه ګانو سره کار نه لري.

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...