Home / خبرونه / پيوند مدني ټولنې د نادعلي مسولین وستایل

پيوند مدني ټولنې د نادعلي مسولین وستایل

د پیوند مدني ټولني له لوري د یوې غونډي پر مهال د نادعلي ولسوالۍ ځایي مسئولین وستایل سوه، ددې مدني بنسټ مسئولینو د غونډي پر مهال پر ځایي مسئولینو ږغ وکړ، چي په امنیتي چارو کي د ولسي وګړو لا ډېره همکاري تر لاسه کړي.

بل لور ته د نادعلي ولسوالۍ ځایي مسئولین بیا ډاډ ورکوي، چي د ولسي وګړو د ستونزو حل ته به لومړیتوب ورکړي.

د پیوند مدني ټولني مشر برکت الله سرشار له نادعلي ولسوالۍ له ځایي مسئولنیو غوښتنه وکړه، چي د ولسي وګړو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي او ددې ولسوالۍ د ولس ملاتړ تر لاسه کړي.

ښاغلي سرشار وویل: په ټولو ولسوالیو کي د ولسي وګړو د همکارۍ پر مټ امنیت تامین کیدلای سي او ځایي مسئولین باید دغه ولسي همکاري تر لاسه کړي.

د سرشار په خبره د نادعلي ولسوالۍ ځایي مسئولینو ثابته کړه، چي د ولسي وګړو ملاتړ تر لاسه کوي او پدې برخه کي هڅي کوي.

د نادعلي ولسوالۍ یو شمیر مخور هم ددې غونډي برخه وه، دوی له ځایي مسئولینو د منني په کولو سره خوښي وښوده، چي د ولسي وګړو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکول سوی دی.

دغه مخور زیاتوي د نادعلي ولسوالۍ ډېری اوسیدونکي اوس له ځایي اداري سره په چارو کي همکاري کوي، چي پر مټ یې ددې ولسوالۍ په ډېری سیمو کي امنیت ډاډمن سوی دی.

د نادعلي ولسوال سید محمد ګل هاشمي بیا د نادعلی ولسوالۍ له اوسیدونکو مننه وکړه، چي تل یې له ځایي مسئولینو سره په چارو کي همکاري کړې ده او په سیمو کي یې امنیت د ډاډ وړ کړی دی.

ښاغلي هاشمي وویل: دا د میشتو ولسونو همکاري ده، چي په نادعلي ولسوالۍ کي د ناامنیو مخ نیول سوې ده.

ولسوال دغه راز د پیوند مدني ټولني له غړو هم مننه وکړه، چي د دوی هڅو ته یې درنښت ور په برخه کړ.

د نادعلي امنیه قومندان سمونیار عبدالقیوم بارک هم د نادعلي ولسوالۍ له ولسونو مننه وکړه، چي له میشتو امنیتي ځواکونو سره په امنیتي چارو کي همکاري کوي.

 ښاغلي بارک وویل: زموږ هڅه به دا وي، چي په امنیتي چارو کي د نادعلي ولسوالۍ د خلکو همکاري لا ډېره تر لاسه کړو.

بارک د پیوند مدني ټولني له غړو هم مننه وکړه، چي د دوی هڅي ستایي.

د پیوند مدني ټولني له لوري پر داسي مهال دد نادعلي ولسوالۍ د ځایي مسئولینو هڅي ستایل کیږي، چي په وروستیو کي ددې ولسوالۍ ټولي سیمي افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو نیولي.

نادعلي د هلمند په کچه هغه ولسوالي ده، چي ټولي سیمي یې د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کي دي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...