Home / خبرونه / ننګرهار کې د ډله ییز برید مسؤلیت داعش ډلې منلی

ننګرهار کې د ډله ییز برید مسؤلیت داعش ډلې منلی

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ننګرهار کې د پروني ډله‌ییز برید مسؤلیت ومانه.

دغې ډلې د دغه برید د مسؤلیت اخېستو خبره د اعماق په نوم خبري اژانس کې چې په‌دې سخت دریځې ډلې پورې تړلی، کړې ده.

په دغه برید کې چې د ننګرهار هوایي ډګرته نژدې په بهسود ولسوالۍ کې د «EBE» په نوم ساختماني شرکت وشو، د دې شرکت ۱۱ کارکوونکي وژل شوي دي. تردې مخکې د وژل شویو شمېر ۱۶ یادېده.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، چې د کمپنۍ ۱۱ کارکوونکي په دې برید کې وژل شوي، نهه تنه ټپیان دي، څلور ټپيان یې تر لومړنیو درملنو وروسته کورونو ته تللي او پنځه تنه تر درملنې لاندې دي.

دا حمله پرون سهار پنځو وسله‌والو ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه پر «EBE» خصوصي ساختماني شرکت وکړه او پنځه سره بریدکوونکي د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...