Home / لوبي / سبا افغانستان او اېرلینډ څلورمه ۵۰ اوریزه لوبه کوي

سبا افغانستان او اېرلینډ څلورمه ۵۰ اوریزه لوبه کوي

سبا جمعه د کابل پر وخت د غرمې ۱۲ بجې افغان لوبډله له اېرلینډ کرکټ لوبډلې سره د هند په دهرادون ښار کې څلورمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

ددې لړۍ لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ګټلې، دویمه د باران له وجې بې نتیجې شوه او دریمه لوبه افغانستان اېرلینډ ته بایللې.

د ۵۰ اوریز جام اتلولۍ ګټلو لپاره دواړو لوبډلو ته په کار ده، چې راتلونکې دوې لوبې حتمي وګټي او که یوه لوبه افغانستان او یوه اېرلینډ لوبډلې وګټله؛ نو جام به د اصولو له مخې اېرلینډ لوبډلې ته ورکول کیږي،ځکه افغان لوبډله ددې لوبو کوربتوب پر غاړه لري.

د مارچ په ۱۵ به افغان لوبډله له اېرلینډ سره یوه ټېسټ لوبه هم لري.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

سږ ای پي اېل کې د حیدراباد بری او د راشد خان غوره لوبه

د هند غوره لیګ په اتمه لوبه کې سنرایزر حیدراباد لوبډله د راجستان رویلز پر ...