Home / خبرونه / ننګرهار کې پر یوه شرکت برید؛ ۱۶د شرکت کارکوونکي او ۵ بریدګر وژل سوي.

ننګرهار کې پر یوه شرکت برید؛ ۱۶د شرکت کارکوونکي او ۵ بریدګر وژل سوي.

ننګرهار کې پر یوه خصوصي شرکت ډله ییز برید کې ۱۶ د شرکت کارکوونکي او پنځه بریدګر وژل سوي.

دغه برید د چهارشنبې سهار وختي پنځه بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه پر یوه خصوصي ساختماني شرکت وشو.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، چې په پېښه کې پنځه تنه بریدګر او ددې شرکت ۱۶ تنه کارکوونکي وژل شوي او د شرکت ۹ تنه کارکوونکي نور ټپیان دي.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او برید له غرمې مخکې لس نیمې بجې پای ته رسېدلی.

نوموړی وايي، امنيتي ځواکونو په سیمه کې د ځانمرګو دوه واسکټونه، یو موټر بم او نور ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له‌منځه وړي دي.

د دې شرکت زخمي شوي کارکوونکي وايي، دوی سهار لمانځه لپاره له خوبه پورته شوي وو چې یوه ډله وسله‌وال په دفتر ورننوتي او پر کارکوونکو يې ډزې کړي او لاسي بمونه‌يې غورځولي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...